د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې د درو دوکاندارانو په وژنه تورن کسان ګرفتار


پولیس وايي، نيول شوي کسان د څه ډول سياسي يا مذهبي ګوند يا له مدرسې سره تړاو نه لري.
پولیس وايي، نيول شوي کسان د څه ډول سياسي يا مذهبي ګوند يا له مدرسې سره تړاو نه لري.

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ پوليس وايي چې د درو دوکاندارانو په وژنو تورن کسان يې نيولي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د کوهاټ ډويژن د پوليسو مشر طيب حفيظ چيمه د اکتوبر پر شپږمه په کوهاټ کې خبري غونډې ته وويل چې نيول شوو کسانو خپل جرم منلی دی.

د نوموړي په خبره نيول شوي کسان د څه ډول سياسي يا مذهبي ګوند يا له مدرسې سره تړاو نه لري.

د سېپټېمبر پر شپږمه د کوهاټ په کې ډي اې کې نامعلومه وسله والو قيصر عمران نومې دوکاندار په ډزو وواژه.

له هغه وروسته د سېپټېمبر پر ۱۵مه په کوهاټ کې له پېښور چوک سره نېږدې موټر سايکل سپرو کسانو د دوايانو په دوکان کې دوه دوکانداران په ډزو وويشتل چې په ترڅ کې يې د مړو خپلوانو په پېښور چوک کې احتجاج وکړ.

ياد احتجاج لا روان و چې کمېټۍ چوک کې د جومات مخې ته نامعلومه وسله والو ډزې وکړې.

د ډزو له دې پېښې وروسته په ياده ضلع کې د شيعه او سني فرقو تر منځ تاوتريخوالی رامنځ ته شو او د احتجاجونو لړۍ پيل شوه.

له دې پېښتې وړاندې هم د سېپټېمبر پر ۱۴مه له هنګو جوزارې سيمې سره نېزدې نامعلومه وسله والو د محمد خواجه يا مدخوزې نومې سيمې يو اوسېدونکی په ډزو ووژلو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کوهاټ په کې ډي ای سيمه کې هم وسله والو په دوکان کې دننه يو تن په ډزو ويشتی وو.

XS
SM
MD
LG