د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوو دوکاندارانو د وژنې پس په کوهاټ کې احتجاج


د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سوارو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج وکړ.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سوارو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج وکړ.

په کوهاټ کې د سېپټېمبر پر ۱۵مه د دوه کسانو د وژنې وروسته د ځايي خلکو او دوکاندارانو لخوا احتجاجي مظاهرې لا هم روانې دي او د کوهاټ او هنګو لویه لاره یې د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

بلخوا جميعت علمااسلام ګوند د پېښې غندنه کړې او د سېپټېمبر پر ۱۹مه يې ټول ګونديز کنفرانس بللو اعلان کړی.

د جميعت علمااسلام ځايي امير مولانا عبدالرحيم د سېپټېمبر پر ۱۶مه په خبري کانفرانس کې ويلي چې په دوکان کې دننه د دوو کسانو وژنه او بيا په پېښه کې ککړ کسان نه نيول کېدل د ځايي انتظامیې کمزوري څرګندوي.

نوموړي تور ولګوه چې د حالات خرابيدو ذمه واري به د انتظامیې پر غاړه وي او که داسې نه وي نو ملزمان دې ونيول شي.

عبدالرحيم زیاته کړه، په بله اوونۍ کې يې د ټولو ګوندونو کانفرانس را بللی ځکه چې ځينې پټ خلک د کوهاټ امن خرابول غواړي او حالات فرقه ايز اړخ ته بیايي.

د نوموړي په وینا، په کانفرانس کې به د سيمې مشران، سپينږېري او عالمان هم ګدون کوي.

خو په دې اړه د تاجرانو اتحادیې مشر حاجي عابد خان مشال راډیو ته وويل چې په دوکان کې دننه د دوه کسانو وژلو وروسته پوليس په موجودګۍکې ځينې کسانو په زور دوکانونه تړلو کوښښ وکړل چې په کې د حکومت کمزوري معلومېږي.

خان وايي، حکومتي ادارو غفلت کړی پوليس چې کومه ناکه بندي کړي د دې باوجود ځېني شرخوښي بازار ته دننه شوي او افواګانې خورولو هڅه کړي.

بلخوا د کوهاټ ډويژن پوليسو مشر طيب حفيظ چيمه په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې پلټنې روانې دي او ډېر ژر به ملزمان ونيول شي.

د کوهاټ ځايي پوليسو مشر جاوېد اقبال د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته ويلي چې تر اوسه نه ده معلومه چې د دې پېښې ترشا څوک دي خو وايي، د ترهګرۍ په دفعې کې مو اېف اې ار ثبت کړی او پلټنې روانې دي څه چې وي رامخې ته به شي تر اوسه دا معلومه ده.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سوارو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج هم وکړ او پېښې پسې سمدستي کميټۍ چوک کې جومات مخې ته نامعلومه وسله والو ډزې هم وکړي چې په ترڅ کې يې دوکاندارانو دوکانونه وتړل او کميټۍ چوک کې يې احتجاج پېل کړ خو د انتظاميه په باورتيا دواړه احتجاجونه په فوري توګه ختم شول او دوکانونه بيا پرانستل شول.

له دې پېښتې وړاندې هم د سېپټېمبر پر ۱۴مه له هنګو جوزارې سيمې سره نېزدې نامعلومه وسله والو د محمد خواجه يا مدخوزې نومې سيمې يو اوسېدونکی په ډزو ووژلو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کوهاټ په کې ډي ای سيمه کې هم وسله والو په دوکان کې دننه يو تن په ډزو ويشتی وو.

XS
SM
MD
LG