د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ کې د مظاهرې پر مهال ۱۳ کسان ژوبل شوي


د دوو دوکاندارانو د وژنې پس په کوهاټ کې احتجاج
د دوو دوکاندارانو د وژنې پس په کوهاټ کې احتجاج

په کوهاټ کې د سېپټمبر پر ۱۸مه د پولیسو او د اهل سنت والجماعت د پلویانو ترمنځ د تاو تریخوالي په نتیجه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي.

تاوتریخوالی د جمعې له مانځه څخه وروسته هغه مهال رامنځ ته شو چې مظاهره کوونکو د پېښور څلور لارې تحصیل ګیټ لوري ته یون پیل کړ او پولیسو یې مخه ونیوله.

پوليسو د مظاهرچيانو تمبولو لپاره اوښکي بهونکی ګېس وکارولو او هوايي ډزې يې هم وکړې د ډزو پر ترڅ کې مظاهرچيانو پوليس په کاڼو وويشتل چې له کبله یې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ غړی او د ساينس او انفارميشن ټېکنالوجي لپاره د اعلا وزير سلاکار ضياالله بنګش بېد سېپټمبر د ۱۸مې نېټې ناوخته مشال راډیو ته وويل " په سيمه کې د شيعه او سني مسلکونو تر منځه تاوتريخوالی ختمولو لپاره يوه ورځ وړاندې جرګه شوې وه د هغې باوجود ياده مظاهره چا او ولې وکړه؟ بايد چې دا خبره معلومه شي."

د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سوارو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج وکړ.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سوارو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج وکړ.

کله چې مو انتظامیې له اړخه د پورته کړل شويو ګامونو او په موجوده حالاتو کې د انتظامیې د دريځ معلومولو لپاره ايډيشنل ډېپټي کمېشنر بشير احمد سره خبرې وشوې نو هغه وويل چې په بازار کې د کسانو ويشتل او يا جومات مخې ته او په بازار کې ډزې کول يو مجرمانه فعل دی او ډېر ژر به یې مجرمان ونيول شي.

له دې پېښتې وړاندې هم د سېپټېمبر پر ۱۴مه له هنګو جوزارې سيمې سره نېزدې نامعلومه وسله والو د محمد خواجه يا مدخوزې نومې سيمې يو اوسېدونکی په ډزو ووژلو
له دې پېښتې وړاندې هم د سېپټېمبر پر ۱۴مه له هنګو جوزارې سيمې سره نېزدې نامعلومه وسله والو د محمد خواجه يا مدخوزې نومې سيمې يو اوسېدونکی په ډزو ووژلو

د سېپټېمبر پر ۱۵مه نامعلومه موټر سايکل سپرو له پېښور چوک سره نېزدې په يو دوکان کې اعتزاز حسن او ميرحسن خان نومي دوه کسان په ډزو ووژل چې وروسته يې د مړو خپلوانو پېښور چوک کې احتجاج هم وکړ او پېښې پسې سمدستي کميټۍ چوک کې جومات مخې ته نامعلومه وسله والو ډزې هم وکړې چې په ترڅ کې يې دوکاندارانو دوکانونه وتړل او کميټۍ چوک کې يې احتجاج پېل کړ.

خو له دواړو پېښو وروسته په سيمه کې تاو تريخوالی پيدا شو او اهلسنت والجماعت ډلې د جمعې په ورځ د "ناموس صحابه" لاريون اعلان وکړ خو د کمېشنر سيد عبدالجبار شاه په مشرۍ کې د دواړو مسلکونو مشرانو جرګه وشوه او اهلسنت والجماعت ياد لاريون وځنډولو او پرېکړه وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه به د دواړو مسلکونو مشرانو يوه بله جرګه کېږي خو بيا هم ځينو کسانو په پېښور چوک کې جمعې په ورځ احتجاجي مظاهره کړي.

XS
SM
MD
LG