د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د هیواد د ابادۍ لپاره طرحه، قوت او اراده لرم


غني د اکتوبر پر درېیمه د نورو لوړ پوړو چ
غني د اکتوبر پر درېیمه د نورو لوړ پوړو چ

افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغان حکومت پدې هېواد کې د څلورو لسیزو د ناخوالو د ختمولو او د هېواد د ابادۍ لپاره طرحه، قوت او اراده، درې واړه لري.

ولسمشر غني چې د اکتوبر پر درېیمه، پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال د ځايي خلکو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، خلک باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو او پاتې کیدو په اړه انديښنه ونه لري، ځکه دا هېواد زرګونه کاله همدې خلکو ساتلی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، په اوس وخت کې افغانان یوازې ۳۸ زره د کمانډو قوتونه لري او داسې هوايي ځواک لري، چې پنځه کاله مخکې يې نه لاره. ولسمشر محمداشرف غني وویل:

"موږ حاضریو، چې دا د څلوېښتو کلونو ناوړه جنګ ختم کړو، طرحه هم لرو، قوت يې هم لرو، اراده يې هم لرو، له دې انديښنه مه لرئ چې له ګاونډیو نه یا د بین الملي قواوو نه څوک پاتې کیږي یا نه پاتې کیږي، په زرهاوو کاله مو دا وطن وساتئ او کنه."

افغان ولسمشر سره پدې سفر کې د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح، یو شمېر وزیران، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ارشد معین، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې لوی رئیس شمیم خان کټوازی او یو شمېر نور لوړ پوړي حکومتي کسان ملګري ول.

جمهور رئیس پکتیکاوالو ته په خبرو کې وویل، که چیرې د امنیتي ځواکونو قوت د ولس له قوت سره یو ځای شي، هر څه کولی شي، خو سوله دې لپاره غواړي چې وینه تویدنه ختمه شي، ټول خلک ابادۍ ته ملا وتړي او ابادي راشي.

افغان ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب وویل، که سبا دې خاورې ته راتلل غواړي، د هغوی یتیمانو، د دهغوی کونډو او هغوی ته د کارموندنې په ټولو برخو کې برنامې لري.

اشرف غني زیاتوي، طالبانو ته یو ساده پیغام لري، هغوی به دې باندې فکر کوي، چې سبا به څنګه پدې خاوره کې یو ځای غواړي، خو دی، معاون او نور همکاران يې هره ورځ پدې پسې ګرځي، چې اول د دهغوی بورو میرمنو ته د ژوند زمینه برابره کړي. د هغوی څو نسله اولادونو چې له لوستونو پاتي دي هغوی ته د زده کړو شرایط برابر کړي، د دوی جنګیالیو ته چې شمیر يې له ۶۰ تر ۱۲۰ زره پورې دی، څنګه کارموندنه وکړي او هغوی ته ډوډۍ برابره کړي.

افغان ولسمشر وویل، مخالفین د وژنو په زور ځانونه مطرح کوي، رادې شي ځانونه دې په مثبت قوت بدل کړي، لاس دې راکړي، چې په ټول افغانستان کې امنیت او پرمختګ رامنځته شي.

افغان ولسمشر ته د پکتیکا یو شمېر قومي مخورو او دیني عالمانو د هغه سیمې د خلکو ستونزې او غوښتنې هم وړاندې کړې، چې ولسمشر يې د هواري ډاډ ورکړ.

افغان ولسمشر محمداشرف غني پکتیکا مرکز ښرنې ته د سفر پر مهال د یاد ولایت امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزی او د ملي اردو د لواء قوماندان جنرال رحمدل حیدرزی له دندو ګوښه کړل.

ولسمشر غني وویل، چې د دې دواړو قوماندانو څخه خلک خوابدي دي، نو ځکه يې له دندو ګوښه کوي. د ولسمشر په وینا،د ګوښه شویو قوماندانانو په اړه به څېړنه کیږي، که توان يې درلوده، نو کوم بل ځای به په دندو وګمارل شي، که توان يې نه لاره تقاعد ته به سوق شي.

XS
SM
MD
LG