د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ جګړه لاهم روانه ده


د ارمينيا پوځيان د جګړې پر مهال ( انځور له ارشیفه)
د ارمينيا پوځيان د جګړې پر مهال ( انځور له ارشیفه)

د روس ولسمشر ويلاديمير پوتين او د هغه فرانسوي سيال ايمانويل ماکرون د لانجمنې سيمې ناګورنو قره باغ خوا او شا پر جنګېدونکو د ازربايجان او ارمينيا نژاده ځواکونو د اوربند غږ کړی.

کريملين د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل چې دواړو ولسمشرانو پر ټېلېفوني خبرو کې په څو کلونو کې په ناګورنو قره باغ کې تر ټولو شديدې جګړې کمولو لپاره پر ديپلوماتيکو هڅو بحث شوی دی.

د ازربايجان پوځ او ارمينيا نژاده ځواکونو د نښتو په روانو ساتلو سره د پراخې جګړې او حتی د سيمه ييزې شخړې د راپورته کولو وېره زیاته کړې.

دواړه خواوې په دې جګړه کې ډرون، ټينکونه، هيلېکاپټر او راکټونه کاروي چې ګڼ خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. په دې کې ولسي وګړي هم شامل دي.

ازربایجان او ارمينیا له ۳۲ کلونو راهیسې د سرحدي سیمې ناګورنو - قره باغ په سر له یو بل سره لانجه لري.

په دواړو خواو کې په دې درې لسیزو کې شاوخوا دېرش زره کسان مړه شوي. دا سیمه د ازربایجان خاوره بلل کېږي چې پکې اکثر ارمني توکمي اوسي او د ارمنستان له خوا اداره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG