د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمينيا او اذربايجان په جګړه کې ۱۶ کسان وژل شوي


د ارمينيا پوځيان
د ارمينيا پوځيان

د اذربایجان او ارمینيا په سرحدي سیمه کې د جولای پر ۱۶مه د جګړې د بیا پیل په اړه دواړه لوري یو بل په پاروونکو اقداماتو تورنوي.

اذربایجان او ارمينیا له ۳۲ کلونو راهیسې د سرحدي سیمې ناګورنو - قره باغ په سر له یو بل سره لانجه لري. په دواړو خواو کې په دې درې لسیزو کې شاوخوا دېرش زره کسان مړه شوي. دا سیمه د اذربایجان خاوره بلل کیږي چې پکې اکثر ارمني توکمي اوسي او د ارمنستان له خوا اداره کیږي.

د ایران په شمال کې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ اوسنۍ جګړه په اصل کې له تېرې یکشنبې پیل شوې وه. علت یې دا ښودل شوی و چې د اذربایجان یو پوځي ګاډی د یکشنبې په ورځ د ارمينيا خوا ته ورغلی و. په دریو ورځو جګړه کې چې دواړه خواو له سپکو او درنو وسلو کار اخیست پنځلس پوځیان او یو ملکی کس په دواړو خواو کې ووژل شول.

د ارمينيا د دفاع وزارت ویاندې شوشان سټیپانیان د جولای په ۱۶مه په خپل فیسبوک لیکلي چې پوځیانو یې د اذربایجاني سرتیرو برید دفاع کړی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. سټیپانیان زیاته کړې جګړه لا هم روانه ده خو د دې په خبره چې د ارمنستان پوله ساتي ځواکونه به د اذربایجان پاروونکي اقدامات شنډ کړي.

د ارمينيا د تاوش والي هایک چوبانیان د ازادې اروپا راډیو ارميني سرویس ته ویلي چې نه یواځې د سرحدي ښار برد کلي تر برید لاندې راغلي بلکې په ښار باندې هم د اذربایجان له خوا توغندي لګیږي. هغه ډاډ ورکړ چې خلکو ته تر دې دمه زیان نه دی رسیدلی او ټول د خپلو کورونو یا ټاکلیو ځایونو تاکاوۍ یا زیرخانو ته ښکته شوي دي.

اخوا د اذربایجان پوځ بیا د ارمينيا پوله ساتي ځواکونه تورنوي چې پاروونکي اقدامات یې وکړل او د نننۍ نښتو د پيل لامل شول.

د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ارمينيايي ځواکونو د دوی په سرحدي کلي تاووز کې چې د ارمينيا له تاوش ولایت سره ګډه پوله لري برید کړی دی. د اذربایجان چارواکو د نننۍ جګړې په اړه له دې زیات جزییات نه دي ورکړي.

د اذربایجان او ارمينيا د لانجو او سیمه ییزو مسایلو یوه مسکو میشتي سیاسي څارونکي ارکادې دونبوو د ازادې اروپا راډیو کرنټ ټایم ته ویلی چې احساسات په دواړو خواو کې زیات دي او په ډېره وړه خبره هم جګړه پیلوي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف ګواښ کړی وو چې د ارمينيا کارونه پاروونکي دي او د اذربایجان پوځ به د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. خو د ارمينيا وزیراعظم نیکول پاشینیان بیا خبرداری ورکړی چې د اذربایجان کړنې به بې ځوابه پاتې نه شي.

ترکیه چې له اذربایجان سره فرهنګي او قومي ګډې رېښې لري له باکو خپل کلک ملاتړ ښودلی خو امریکا او روسیې د اذربایجان او ارمينيا تازه جګړه غندلې او له دواړو لوریو یې غوښتي چې له حوصلې کار واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG