د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: ایران افغانستان کې امریکا ته د ګوزار ورکولو هڅه کوي


خلیلزاد وویل ایرانیانو ته یې د افغانستان راتلونکې په اړه په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې
خلیلزاد وویل ایرانیانو ته یې د افغانستان راتلونکې په اړه په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته د رسولو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي خو په وینا یې، تهران په دې جګړه کې خپل دښمن "امریکا" ته د ګوزار ورکولو هڅې کوي.

نوموړي د سېپټېمبر ۲۴مې پر مازیګر د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې یوه انلاین بحث ته وویل، ایران غواړي چې تر هغو چې له واشنګټن سره موافقې ته رسېږي، امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېله پاتې شي چې نه بری ومومي او نه ماته وکړي.

ده وویل، ایرانیانو ته یې د افغانستان راتلونکې په اړه په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.

هلته په قطر کې افغان حکومتي پلاوي د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې له طالبانو سره د سولې د رسمي مذاکراتو پیلولو د طرزالعمل ټاکلو لپاره بحث ته دوام ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG