د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد پېنځه ورځنی کیمپېن روان دی


په ۳۲ ضلعو کې به ۶۵ لکه او څه د پاسه څلویښت زره ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد څاڅکي ورکول هدف دی. (انځور: ۱۸م جون ۲۰۱۸)
په ۳۲ ضلعو کې به ۶۵ لکه او څه د پاسه څلویښت زره ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد څاڅکي ورکول هدف دی. (انځور: ۱۸م جون ۲۰۱۸)

په خيبر پښتونخوا کې د ګوزڼ یا پوليو ضد کمپاين چارواکي وايي د سېپټمبر له ۲۱مې په ټوله صوبه کې پېنځه ورځنی کمپاين کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې تر اوسه په خيبر پښتونخوا کې ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

په صوبه کې د پولیو ضد پروګرام ویاند ايمل خان د سيپتمبر پر ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې کمپاين په اړه وويل، چې دا به له ۲۱مې تر ۲۵مې نيټې جاري وي.

ده وویل، "دا کمپاين به د ضم شویو قبايلي ضلعو تر څنګ د صوبې په ټولو ۳۲ ضلعو کې تر سره کيږي او د دې کمپاين پر مهال ۶۵ لکه او څه د پاسه څلویښت زره ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد څاڅکي ورکول هدف دی."

ایمل خان وویل چې په دې کې به څه د نژدې ۶۵۰۰ څارونکو تر نظارت لاندې څه د پاسه ۲۸ زره ډلې برخه اخلي.

نوموړي وویل چې د دې تر څنګ به ۲۵ زره ګرځنده ډلې هم په دې کمپاين کې برخه اخلي.

د ايمل خان په خبره د دې ټيمونو د امنيت ساتلو ذمه واري له ۳۲ زره زیاتو پولیس سرتيرو ته سپارل شوې ده.

د صوبايي پوليو کمپاين مشر عبدالباسط د سيپتمبر پر ۲۰ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا مهال په صوبه کې د پوليو کمپاين په وړاندې تر ټولو لويه ستونزه انکاري میندې او پلرونه دي.

ده وویل چې د هم داسې کورنیو له کبله ماشومانو ته د څاحکو ورکولو هدف نه پوره کيږي.

ده وویل، "په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو لويه ستونزه د ولس ناپوهي ده ، که ولس په دې قانع شو چې دا څاڅکي د دوي د ماشومانو د صحت منده ژوند لپاره ضروري دي نو د کمپاين په وړاندې ۹۰ فیده خنډونه به لرې شي."

عبدالباسط وویل چې دا مهال په پیښور کې ۳۶ زره انکاري والدين دي او دا خلک د ښار په داسې سيمو کې ژوند کوي چې ابادي پکې زیاته ده.

د ده په وینا، دا خلک له نورو سیمو راغلي او په پیښور کې اباد شوي دي نو ځکه له دوي سره د خيلونو او ټولنې د مشرانو له لارې جرګې کول ګران دي.

ده زیاته کړه، "د انکار بڼې مختلفې دي، څوک د بنیادي سهولتونو د پوره کولو غوښتنې کويڼ، څوک بیا د مذهب خبره کوي او ځينې د خپل زړه نا زړه حالت له کبله انکاري دي."

باسط وايي د انکاري والدينو دا ستونزه د خيبر پښتونخوا په بله لويه ضلعه مردان کې هم له مودې موجوده ده.

د مردان ضلعې مرستیال کمشنر عابد وزير د سيپتمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د سيپتمبر پر ۱۹مه يې د مذهبي عالمانو يوه غوڼده رابللې وه او له هغوي یې د پوليو د کمپاين په لړ کې مرسته غوښتې وه.

ده وویل، "پنځه کاله مخکې به په يو يونين کونسل کې خلکو انکار وکړ خو پر هغه دومره کار وشو چې اوس هغه ستونزه حل شوه خو اوس خلک د مذهب پر بنیاد انکار کوي."

عابد وزیر زیاته کړه چې د دوي په غونډه کې په ګڼ شمېر عالمان موجود وو خو په هغوي‌ کې يو عالم هم داسې نه وو چې د پوليو پر ضد د دې کمپاين مخالفت وکړي.

ده زیاته کړه، "دې عالمانو دا هم وويل چې د جمعې په خطبو کې به هم ذکر کوو او د پوليو ډلو سره به کوڅه په کوڅه ګرځو نو ټول د مردان عالمان موږ سره راضي دي."

خو د عابد وزیر په وینا، اوس د خلکو د بنیادي سهولتونو غوښتنې زیاتې شوي دي، د چا ګيس نشته د چا بجلي نشته او چرته اوبه نشته.

ده وویل چې دا انکاري‌ خلک وايي‌ چې که دا ضرورتونه یې پوره کړل شي نو به هله ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

د پوليو د کمپاين د چارواکو په خبره په ۲۰۲۰م کال کې په ټول پاکستان کې ۷۳ ماشومان ګوزڼ یا پوليو وهلي‌ دي او په دې کې ۲۲ په خيبر پښتونخوا ، ۲۰ په بلوچستان ، نهه په سيند او ۲۲ په پنجاب صوبه کې دي.

XS
SM
MD
LG