د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بار کونسل او اې پي سي د ۱۹م ترمیم ختمولو غوښتنه وکړه


د پاکستان وکیلانو اتحادیې ( پاکستان بار کونسل) پر حکومت غږ کړی چې د قاضیانو د ګومارنې واک دې پارلېمان ته وسپاري. دا مهال د عدالتونو لپاره ججان د یوې کمېټۍ لخوا ګومارل کېږي چې پکې د سپریم کورټ ججانو ټاکنې لپاره د سپریم کورټ چیف جسټس، یو مشر وکیل، سرکاري وکیل (څارنوال یا اټارني جنرل) او د قانون وفاقي وزیر او دغه ډول د های کورټ ججانو د ټاکنې کمېټۍ کې د های کورټ چیف جسټس، یو مشر وکیل، سرکاري وکیل او د انصاف لپاره صوبايي وزیر شامل وي.

د زیارت/پنجشنبې ورځ په اسلام اباد کې رابللې دې ټولګوندیزې غونډې ته په وینا کې د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر عابد ساقي وویل، د احتساب قانون دې د سیاسي ګټو لپاره نه کارول کېږي. د نوموړي وینا وه چې د انصاف نظام دې بې پرې او بې پلوه جوړ کړل شي. له غونډې وروسته په اعلامیه کې وویل شول چې ۱۹م اییني ترمیمي بیل دې ختم کړل شي، د احتساب نوی قانون دې جوړ کړل شي او د بیان پر ازادۍ دې قدغن نه لګول کېږي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وویل چې د پاکستان پارلېمان بې اختیاره کړل شوی دی او د دې د بااختیاره کولو لپاره باید ټول ګوندونه د دې د خپلواکۍ لپاره راپورته شي.

د مسلم لیګ ( ن ) مشر شهباز شریف غونډې ته وويل چې عدلیه ځکه له لوړو ژورو سره مخامخ ده چې په هر دور کې پوځي امرانو د خپلې خوښې ترمیمونه کړي دي او عدلیه یې کمزورې کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ټولګوندیزې غونډې ته په وینا کې وویل، هرڅوک چې له ایین څخه سرغړونه کوي، له هغه بغاوت پکار دی. نوموړي وویل، یوازې ایین د یوه ملک وګړي تر یوه چتر لاندې ګډ ساتي، چې ایین نه وي نو ملکونه روغ نه شي پاته کېدلای.

۱۹م اییني ترمیمي بیل

د دې لپاره د ایین په ۱۷۵مه شق کې بدلون وشو چې له مخې یې په سترو عدالتونو کې د ججانو شمېره د دوو پرځای څلور او د جوډیشل کمېشن غړي یې له اوو څخه نهه تنه کړي ول. د ایین په ۱۸۲م شق کې د سترو عدالتونو لپاره د اېډهاک ججانو د ګومارنې لپاره له چیف جسټسه ځانګړی اختیار بیرته واخېستل شو او هغه یې جوډیشل کمېشن ته وسپارلو. د ۱۹م اییني بدلون له مخې کله چې د پاکستان قامي اسمبلۍ تحلیله شي نو په هغه صورت کې به د ججانو ګومارنه د پارلماني کمېشن او د سېنېټ غړیو له لارې کېږي. وړاندې به پارلماني کمېشن سپارښتنې ولسمشر ته استولې خو له بدلونه پس یې وزیراعظم ته استوي.

په ټولګوندیزه غونډه کې د ایین په ۱۷۵م شق کې د ججانو ګومارنه او د احتساب پر کړنلاره (طریقه کار) بیا کتنه او د ۱۹م اییني بدلون پر ختمولو ټینګار وشو. دوی وویل د دې لپاره دې یو نوی چوکاټ رامنځ ته کړل شي چې پکې د پارلمان اغېز زیات دي. او ویې ویل چې د ملک ټولې مخورې ادارې لکه انتظامیه، عدلیه او بار کونسلونه دې د عددي برابرۍ له مخې د ججانو ګومارنه د اهلیت پر بنیاد وکړي.

په ټولګوندیزه غونډه کې وویل شول چې د ټولو ګوندونو په مشاورت دې د احتساب نظام جوړ کړل شي.

د ټولګوندیزې غونډې پرېکړه لیک وايي دوی ته داسې ښکاري چې د پاکستان له ۱۹۷۳م ایین څخه سرغړونه کېږي او د هېواد له جمهوري بهیره مخه اړول کېږي. د ټولګوندیزې غونډې وینا وه چې هېڅکله به دا سرغړونه و نه زغمي.

ټولګوندیزه کانفرانس کې د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري، د مسلم لیګ ( ن ) مشر شهباز شریف، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ امیر حیدرخان هوتي هم د نورو ترڅنګ ګډون وکړ.

خو د واکمن ګوند د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدی وايي، که اپوزیشن غواړي چې ججان دې د پارلیمان لخوا وټاکل شي نو د دې لپاره پکار ده چې قانون سازي وکړي، نه دا چې په داسې ټولګوندیزه کنفرانسونو کې پر حکومت فشار واچوي.

XS
SM
MD
LG