د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې چاودنې یو پاکستانی عسکر وژلی دی 


د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې د دوي یو عسکر وژلی دی 

د پوځ د عامه اړیکوڅانګې - ايي ایس پي ار – د سپټمبر پر ۱۲مه ماښام په یو بیان کې ویلي چې دا پېښه په بویه دیګان سیمه کې شوې ده.

بیان زیاتوي‌ چې تر پېښه وروسته امنیتي ادارو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې. په شمالي وزیرستان کې په دې ورستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو له خوا پر یو بل بریدونه او چاودنې زیاتې شوې دي.

د سپټمبر پر شپږمه نېټه هم د شمالي وزیرستان یو امنیتي چارواکي‌ مشال راډیو ته ویلي وو چې په میرلي کې یې د دوو وسله والو ډلو قوماندانان وژلي.

دې لوړپوړي چارواکي چې ورته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه وه، د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته ویلي وو چې لومړی قوماندان وسیم زکریا نومېده چې د اریانا په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر وو او دویم کس نور رحیم نومېده چې د حکمت روښان په نوم د بلې ډلې مشر وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د اریانا په نوم ډلې تر دې مخکې هم هلته بریدونه کړي خو د حکمت روښان ډلې نوم په لومړي ځل په رسنیو کې یادېږي.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د سپټمبر پر پنځمه وسله والو په میرعلي کې پر پوځ برید کړی وو چې دوه سرتېري پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې، په شمالي وزیرستان کې ۲۵ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي وو چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.

په دې بریدونو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG