د پاکستان د تعليم وفاقي وزير وايي، د تعليمي ادارو بندولو په اړه څه قسمه د جلدبازۍ پريکړه به تعليم ته سخت تاوان ورسوي.
شفقت محمود د سېپټېمبر پر ۱۹مه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، په دې لړ کې څه قسمه پرېکړه بايد د صحت وزارت د سپارښتنو په رڼا کې وشي.
نوموړی وايي، له شپږو مياشتو راهيسې تعليمې ادارې بندې وې او د پرانېستلو پريکړه يې په پوره احتياط سره شوې ده.
د دهغه په خبره ۹۰ فيصده سرکاري او د کم فيسونو شخصي تعليمي ادارې د انلاين تعليم ورکولو سهولت نه لري او دارنګ چې دا تعليمي ادارې بندې کړل شي نو زياتره زده کوونکي به له زده کړو بې برخې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس کمانډ اېنډ کنټرول مرکز د سېپټېمبر پر ۱۸مه ويلي ول چې د کورونا مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو نه عملي کولو له کبله يې په تېرو څلورو ورځو کې په مجموعي توګه ۳۵ تعليمي ادارې تړلې دي.
په ځينو تعليمي ادارو کې د استادانو او زده کونکو په کورونا د اخته کېدو راپورونه هم مخې ته راغلي دي.