د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ګوزڼ څلور ورځنی کمپاين پيلېږي


روغتیايي ماهرین وايي د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.
روغتیايي ماهرین وايي د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.

په پاکستان کې د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ګوزڼ ناروغی څلور ورځنی کمپاين پيلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د ګوزڼ دوه نوي کيسونه مخې ته راغلي دي.

له دې سره په پاکستان کې د سېپټېمبر تر ۱۸مې د ګوزڼ وهلو شمېر ۷۲ ته رسېدلي دي.

بلخوا د پاکستان پوليو مخنيوي ادارې په وينا، پروسږ کال په هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو رنځ موجود دی.

د ملګرو ملتونو روغتيا نړيوال سازمان "ډبليو اېچ او" په اګست مياشت کې افريقا له پوليو وايرسه پاکه ګرځولې وه.

د روغتیايي ماهرینو دریځ

روغتیايي ماهرین وايي، د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.

د دوی په وینا، پي ون هغه وایلډ وایرس وي چې په ماحول کې پروت وي او د هغو ماشومانو په خېټه کې وده کوي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي.

دا وایرس ماشومان فلوجوي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG