د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پر ښوونځيو د وسله والو پر حملو اندېښنه ښودلې


 د ملګرو ملتونه وايي، د هغو سيمو د ماشومانو خونديتوب ته بايد ډېر پام وشي چې د جګړو او ناامنۍ  پېښو له خطر سره مخامخې دي.  
د ملګرو ملتونه وايي، د هغو سيمو د ماشومانو خونديتوب ته بايد ډېر پام وشي چې د جګړو او ناامنۍ  پېښو له خطر سره مخامخې دي.  

د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل له دفتره په خپور شوي يو رپورټ کې راغلي چې د سېپټمبر پر ۱۰مه د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې د نړۍ په جګړه ځپليو هېوادونو کې پر ښوونځيو د وسله والو پر حملو اندېښنه ښودل شوې.

په رپورټ کې ويل شوي، دا مهال ۷۵ ميليونه ماشومان هغو ۳۵ هېوادونو کې اوسي چې جګړې پکې روانې دي.

پاکستان هم په تېرو کلونو کې د وسله والو او د هېواد د پوځ ترمنځ د جګړو شاهد وو او لا هم وخت په وخت له قبايلي ضلعو د ماين چاودنو، بمي او هدفي بريدونو او کرفيوګانو خبرونه مخ ته راځي.

خو د شمالي وزيرستان لپاره د تعليم محکمې يو چارواکي فدا وزير د سېپټمبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل، حالت د پخوا پرتله ډېر تغير کړی دی.

د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ تر عملياتو او په نتيجه کې يې د کډوالو کورونو ته تر ستنېدو وروسته د سيمې زياتره ويجاړ شوي ښوونځي بیرته جوړ شوي او ډېری يې فعاله دي. ماشومان، په تېره نجونې، په يوه زياته اندازه سکولونو ته ځي.

وسله وال طالبان ولې تعليمي ادارې په نښه کوي؟
وسله وال طالبان ولې تعليمي ادارې په نښه کوي؟

په شمالي وزيرستان کې د (نارت وزيرستان وېلفير ايسوسي ايشن) په نوم د ولسي خير ښېګڼې د يوه تنظيم چلوونکی خان محمد وزير، چې د سيمې د ښوونځيو په بېرته جوړولو او فعالولو کې يې له حکومت او پوځ سره په ګډه کار کړی، وايي چې اوس هم ماين چاودنې او د هغو په نتيجه کې لګول کېدونکې کرفيوګانې د ماشومانو د تعليم په لار کې ستونزې جوړوي.

د ده په خبره، په شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځي هم جوړ شوي خو د تعليم محکمه نه ده توانېدلې چې استادانې ورته ولېږي.

"زموږ په ځينو ليرو پرتو سيمو کې اوس هم طالبان موجود دي، پوځ لا هم هغه سيمې نه دي پاکې کړي. کله نه کله د ماين چاودنې وشي چې په نتيجه کې يې پوځ کرفيو ولګوي او عام خلک ځورول کېږي. دا هغه څه دي چې لا يې هم د ماشومانو د تعليم پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. موږ دا منو چې حکومت او پوځ يوشمېر سکولونه بیرته جوړ کړي، د نجونو هغه يې هم تيار کړي، خو هلته د ښځينه استادانو د کمي مساله لا هم پر خپلځای پرته ده."

د شمالي او جنوبي وزيرستانونو په څېر د پاکستان پوځ په مومندو کې هم د وسله والو پرضد عمليات وکړل.

د دې ضلعې د تعليم محکمې مشر جادي خان خليل د وسله والو لخوا د ويجاړو شويو سکولونو د بيا جوړولو چارو په اړه د معلوماتو راکولو ترڅنګ وويل چې دا مهال دوی د خپلو سکولونو د امنيت له پلوه ډاډه دي.

"وسله والو په مومندو کې ۳۱ ښوونځي ويجاړ کړي ول چې پوځ ورڅخه د ۱۲ هغو د بېرته جوړولو چارې پيل کړې دي. موږ يونيسيف ته هم خواست کړی چې د هغو سکولونو لپاره ټينټونه راکړي چې ودانۍ يې ورانې دي. د اوس لپاره موږ د خپلو سکولونو د امنيت له پلوه ډاډمن يو، د بېلا بېلو سيمو سکولونو ته ځو او د استادانو او د هغوی د زده کوونکو پر حاضريو او غير حاضريو نظر ساتو."

رپورټونه وايي چې وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا په سوات کې د خپل نفوذ په کلونو کې له ټولو ۱۵۷۶ سکولونو څخه ۴۰۰ په بشپړه توګه ويجاړ کړي ول. د دې سکولونو ۷۰ فيصدي د نجونو هغه ياد شوي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې د سوات د طالبانو پرضد عمليات وکړل او سيمه يې له هغو پاکه اعلان کړه.

د سوات په مرکز مېنګوره کې د (وحدت اساتذه خيبر پښتونخوا) په نوم د سکولونو د استادانو د يوې ټولنې يو مشر حافظ محمد علي وايي، د سوات ټول سکولونو دا مهال فعاله دي او زده کوونکي او ښوونکي يې د وسله والو د حملو ویره نه لري.

"ترهګرۍ زموږ سيمې او د ماشومانو تعليم ته ډېر تاوان رسولی وو. سکولونه مو ورانه شوي وو. خلکو نورو ځايونو ته کډې کړې وې. خو له هغې راهيسې چې د ترهګرۍ څپه کمزورې شوې، حکومتي ادارې وتوانېدې چې زموږ سکولونه له مخکې نه ښه جوړ کړي. د شکر ځای دی چې دا مهال زموږ ماشومان سکولونو ته تلای او زده کړې پکې کولای شي."

په پاکستان کې پر سکولونو د وسله والو تر ټولو لويه حمله د پېښور د ارمي پبلک سکول هغه يادېږي چې د ۲۰۱۴ز کال د ډېسمبر پر ۱۶مه شوې وه او پکې د رپورټونه ترمخه، د ۱۳۲ ماشومانو پشمول شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول.

د روان ۲۰۲۰ز کال د مې په مياشت کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې د منظور شوي يو قرارداد پر اساس د سېپټمبر نهمه له حملو د تعليم د خونديتوب د نړيوالې ورځې په توګه نومول شوې.

په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د تعليم او حقونو ادارې يونيسيف مشرې هېنريټا فور د سېپټمبر پر ۱۰مه د امنيت شورا غونډې ته په خپله وينا کې ويلي، اوسمهال چې د کورونا وبا د خطر باوجود د نړۍ هېوادونه د ماشومانو پر مخ د سکولونو دروازو خلاصولو ته تيارۍ نيسي، د هغو سيمو د ماشومانو خونديتوب ته بايد ډېر پام وشي چې د جګړو او ناامنۍ پېښو له خطر سره مخامخې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG