د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلاروس حکومت د مظاهرو مخنیوي لپاره پولیس زیات کړي‌


د کورنيوو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۳مه ويلي چې ۱۱۴ کسان یې نيولي دي.
د کورنيوو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۳مه ويلي چې ۱۱۴ کسان یې نيولي دي.

د بيلاروس د کورنيو چارو وزارت وايي په سرښار مينسک کې يې د مظاهرو مخنيوي لپاره د پولیسو شمېر زیات کړی دی.

دې وزارت رسنيوو ته په ورکړي بیان کې روانې مظاهرې غيرقانوني عمل بللی دی. پرون ګڼ شمېر ښځې د ښار کوڅو ته د مظاهرې لپاره راوتلې وې.

د کورنيوو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۳مه ويلي چې ۱۱۴ کسان یې نيولي دي.

په دوی کې ځينې مشهورې ښځينه فعالانې شاملې دي. مظاهره چيان د ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا ليري کېدل او بيا ټاکنې غواړي.

نوموړی د اګست د نهمې په ټاکنو کې بريالی اعلان شوی وو خو اپوزیشن وايي هغه درغلي کړې ده.

لوکاشينکا چې پر بيلاروس يې پينځه دورې حکومت کړی د درغليوو کول نه مني او ځان قانوني ولسمشر بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG