په روس کې کېدونکي مقامي انتخابات په هغه هېواد کې د ۲۰۲۱م کال د قانون ساز اسمبلیو په انتخاباتو کې د ولادیمیر پوتین د متحد روس ګوند لپاره یو ازموینه ګڼل کېږي.
په خلکو کې د یاد ګوند خوښي په کمېدو ده. په دې ۴۱ سیمو کې د ۱۸ سیمو لپاره د ګورنرانو انتخابات کېږي، په ۱۱ کې به د سیمه ییز قانون ساز اسمبلۍ لپاره استازي منتخب کېږي، او پکې د یو شمېر نورو مقامي چوکیو لپاره هم انتخابات کېږي.
د دې تر څنګ د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ولایتي پارلېمانونو د څلورو څوکیو لپاره ضمني انتخابات هم کېږي.
د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په خاطر د دې انتخاباتو څه برخه له وخت وړاندې د سېپېټېمبر پر ۱۱مه او ۱۲مه هم شوې ده.
خو د ولسمشر ولادیمیر پوتین ناقدین وايي، په دغه اقدام نوموړي د "متحد روس" ګوند په حق کې د دې انتخاباتو د نتیجو په درغلۍ د بدلولو هڅه کړې ده.
په یو شمېر سیمو کې د متحد روس ګوند مخالفه امیدواران نااهله ګرځول شوي.
دا راز د اپوزیشن په یو شمېر امیدوارنو او د هغوی لپاره په کمپاین کوونکیو بریدونه هم شوي دي.