د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو په سرغړونو امریکا پر بېلاروس د بندیزونو پر لګولو غور کوي: پامپیو


پامپیو د بېلاروس چارواکو د دباو اچولو او تشدد په وړاندی د ولس پاکه او شفافه انتخاباتو لپاره د خپل حق ترلاسه کولو ستاینه هم وکړه.
پامپیو د بېلاروس چارواکو د دباو اچولو او تشدد په وړاندی د ولس پاکه او شفافه انتخاباتو لپاره د خپل حق ترلاسه کولو ستاینه هم وکړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپټېمبر پر اتمه په یو بیان کې ویلي، امریکا په بېلاروس کې د بشري حقونو په سرغړونو او پر ولس دباو اچولو کې پر ښکیلو کسانو د هدفي بندیزونو پر لګولو غور کوي.

په دې بیان کې د بېلاروس همغږی شورا غړې ماریا کالیسنیکاوا د تښتونې په اړه هم اندیښنه څرګنده شوې ده.

پامپیو د ماریا او همغږی شورا د دوو نورو هغو غړیو د همت ستاینه وکړه چې په مبینه توګه اغوا شوي او په زوره اوکراین ته شړل شوي دي.

پامپیو د بېلاروس چارواکو د دباو اچولو او تشدد په وړاندی د ولس پاکه او شفافه انتخاباتو لپاره د خپل حق ترلاسه کولو ستاینه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس پر حکومت په دې اړه فشار زیات شوی دی چې پر ولسمشر لوکاشېنکا د تنقیدکوونکو د تښتولو او لا درکه کولو په اړه دې پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د دې هېواد سرحدي چارواکو او عیني شاهدانو د سپېټېمبر پر اتمه وویل چې د اپوزېشن یوه منتظمه سهار وختي د اوکراین پر پوله نیول شوې ده.

دوی وايي چې ماریا کالیسنیکاوا سهار پنځه بجې د اپوزېشن له دوو نورو مشرانو سره په یو موټر کې د اوکراین پولې ته رسېدلې وه.

د اپوزېشن دا مخکښان د سپېټېمبر پر اوومه لادرکه شوي وو.

په بېلاروس کې اپوزېشن ګوندونه وايي چې د روان کال د اګست پر نهمه هلته په ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

دوی غوښتنه کوي چې ولسمشر الیګزنډر لوکاشېنکا دې استعغا وکړي او له سره دې ټاکنې وشي.

خو په دې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی ولسمشر لوکاشینکو درغلۍ ردوي او د بیا انتخاباتو مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG