د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوکاشېنکا منلې چې تر ټاکلي وخت زیات په واک کې پاتې شوی


ولسمشر الیګزنډر لوکاشېنکا له روسي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال
ولسمشر الیګزنډر لوکاشېنکا له روسي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال

د بېلاروس تر فشار لاندې ولسمشر الیګزنډر لوکاشېنکا له روسي ټلویزیون سره په مرکه کې منلې چې دی ښايي تر ټاکلي وخت یو څه زیات په واک کې پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس پر حکومت په دې اړه فشار زیات شوی دی چې پر ولسمشر لوکاشېنکا د تنقید کوونکو د تښتولو او لا درکه کولو په اړه دې پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د دې هیواد سرحدي چارواکي او عیني شاهدانو د سپټمبر پر اتمه وویل چې د اپوزېشن یوه منتظمه نن سهار وختي د اوکراین پر پوله نیول شوی دی.

دوی وايي چې ماریا کالیسنیکاوا سهار پنځه بجې د اپوزېشن له دوو نورو مشرانو سره په یو موټر کې د اوکراین پولې ته رسېدلې وه.

د اپوزېشن دا مخکښان د سپټمبر پر اوومه لادرکه شوي وو.

په بېلاروس کې اپوزېشن ګوندونه وايي چې د روان کال د اګست پر نهمه هلته په ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

دوی غوښتنه کوي چې ولسمشر الیګزنډر لوکاشېنکا دې استعغا وکړي او له سره دې ټاکنې وشي.

خو په دې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی ولسمشر لوکاشینکو درغلۍ ردوي او د بیا انتخاباتو مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG