د افغانستان په پکتیا ولایت کې د یوې مدرسې ۱۳ زده کوونکي ټپیان شوي.
د سېپټېمبر پر اوومه د پکتیا د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د هاوان یوې مرمۍ د لګیدلو له کبله د مدرسې ۱۳ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د پکتیا د تندر قول اردو له رسنیز دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد توغندی د وسله والو طالبانو لخوا د افغان ځواکونو د پوستې پر لوري توغول شوې، چې د دیني مدرسې خواته لګیدلې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د ځاځي اریوب ولسوالۍ په شاه محمد کلي کې زده کوونکي له رخصتۍ وروسته کورونو ته روان وو، چې نېږدې يې د هاوان مرمۍ ولګیده او ۱۳ زده کوونکي يې ټپیان کړل.
د تندر قول اردو د رسنیو دفتر وايي، چې د ډېریو ټپیانو زده کوونکو عمرونه له ۱۰ کلونو لږ دی.
تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.