د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران له ټاکلي حده زیات یورانیم غني کړي"


د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه ( انځور له ارشیفه)
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه ( انځور له ارشیفه)

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د سېپټېمبر پر څلورمه وویل، ایران له ټاکلي حده ۱۰ برابره زیات یورانیم غني کړي دي.

یادې ادارې په خپور کړي راپور کې دا هم ویلي چې ایران هغو ساحو ته هم د رسایۍ اجازه ورکړې چې پرې شک کېده چې هلته یې اټومي مواد ذخیره کړي او یا یې هم پټ کړي دي.

د اټومي انرژۍ د څار ادارې راپور له مخې، ایران سږ کال د اګست تر ۲۵مې نېټې پورې ۲۱۰۵ کیلوګرامه په ټیټه کچه غني شوي یورانیم درلودل.

د یادې ادارې تېر راپور چې سږ کال په مې میاشت کې خپور شوی و، پکې ویل شوي وو چې ایران ۱۵۷۱ کیلوګرامه بډایه شوي یورانیم لري.

په ۲۰۱۵ کال کې د «عمل ګډ جامع پلان» تړون له مخې ایران ته ویل شوي وو چې د غني شویو یورانیمو کچه به ۲۰۲ کیلوګرامو پورې ساتي.

ایران تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې بیا بیا وضاحت کړی چې هغوی د سوله ییزو هدفونو لپاره یورانیم غني کوي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې په ملګرو ملتونو کې پر ایران د لګول شويو بنديزونو پخواني حالت ته د ستنېدو هڅه کوي.

دا اقدام ښايي د ایران اټومي تړون له مینځه یوسي او ملګري ملتونه له سفارتي کړکېچ سره مخامخ کړي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د اګست پر ۱۵مه له هغه يوه ورځ وروسته خبريالانو ته کړې وې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا لخوا پر ايران د وسلو لګول شوي بنديز غځولو پرېکړه ليک رد کړ.

کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه و پوښتل شو چې ایا له ايران سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه د روس له اړخه په رابلل شوې سرمشريزه کې به ګډون کوي؟

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وويل چې ښايي ويې نکړای شي.

امریکا د ملګرو ملتونو له لوري پر ايران د لګول شويو بندېزونو پخواني حالت ته د ستنولو د هڅې ګواښ د امنيت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه ليک له مخې کړی دی.

پرېکړه ليک په ۲۰۱۵ز کال کې د ايران او د نړۍ طاقتورو هېوادونو ترمنځ د شوي جوهري تړون په اړه دی.

روس، چين او په جوهري تړون لاسليک کوونکي اروپايي هېوادونه د امريکا له اړخه د بندېزونو پخواني حالت ته د ستنولو د طريقه کار حق تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دوی دريځ لري چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له تړونه وتی وو.

امريکا ادعا کوي چې اوس هم د تړون برخه ده ځکه چې د ۲۰۱۵ز کال د قرارداد منظورونکيو هېوادونو په فهرست کې وه نو ځکه کولای شي بندېزونه بحال کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG