د لاسرسي ځای

تازه خبر

هڅه کوو چې پر ایران بندیزونه پخواني‌ حالت ته وګرځوو: ټرمپ


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې راتلونکې اونۍ به په ملګرو ملتونو کې پر ایران د لګول شويو بنديزونو پخواني حالت ته د ستنېدو هڅه کوي.

دا اقدام ښايي د ایران اټومي تړون له مینځه یوسي او ملګري ملتونه له سفارتي کړکېچ سره مخامخ کړي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د اګست پر ۱۵مه له هغه يوه ورځ وروسته خبريالانو ته کړې دي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا لخوا پر ايران د وسلو لګول شوي بنديز د غځولو پرېکړه ليک رد کړ.

کله چې له هغه و پوښتل شو چې ایا له ايران سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه د روس له اړخه په رابلل شوې سرمشريزه کې به ګډون کوي؟

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وويل چې ښايي ويې نکړا شي.

واشنګټن د ملګرو ملتونو له لوري پر ايران د لګول شويو بندېزونو پخواني حالت ته د ستنولو د هڅې ګواښ د امنيت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه ليک له مخې کړی دی.

پرېکړه ليک په ۲۰۱۵ز کال کې د ايران او د نړۍ طاقتورو هېوادونو ترمنځ د شوي جوهري تړون په اړه دی.

روس، چين او په جوهري تړون لاسليک کوونکي اروپايي هېوادونه د امريکا له اړخه د بندېزونو پخواني حالت ته د ستنولو د طريقه کار حق تر پوښتنې لاندې راوستی دی ځکه دوی دريځ لري چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له تړونه وتی وو.

امريکا ادعا کوي چې اوس هم د تړون برخه ده ځکه چې د ۲۰۱۵ز کال د قرارداد منظورونکيو هېوادونو په فهرست کې وه نو ځکه کولای شي بندېزونه بحال کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG