د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ځنګلیزو سیمو کې د زڼغوځیو او چارمغزو ونې لګول کېږي


سیمه وال وايي، خلک د ځنګلونو او میوه لرونکو ونو په ګټه پوهیدلي او د پخوا په شان ځنګل وهنه نشته.
سیمه وال وايي، خلک د ځنګلونو او میوه لرونکو ونو په ګټه پوهیدلي او د پخوا په شان ځنګل وهنه نشته.

د پنجشنبې په ورځ کرنې وزارت د خوست ولایت د پنځو ولسوالیو له قومي شوراګانو سره د ځنګلونو د نه وهلو او ساتلو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، په هغو ټولو سیمو کې به، د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو لګولو له لارې د ځنګلونو په احیا کې مرسته وکړي، چې خلک يې د ځنګلونو د نه وهلو او ساتلو لیکنۍ ژمنې وکړي.

بل لوري ته سیمه وال وايي، چې اوس خلک د ځنګلونو او میوه لرونکو ونو په ګټه پوهیدلي او د پخوا په شان ځنګل وهنه نشته.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، دا چې د خوست په ځنګلیزو سیمو او غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو ونې ښه نتیجه ورکوي، نو تېر کال يې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې عملاً د دې نیالګیو د تولید لپاره یو شمېر قوریې جوړ کړې ، چې دوه میلیونه نیالګي به تولید کړي.

دوی وايي، د اوس لپاره دا نیالګي د ځاځي میدان، سپیرې، شمل دوه منده، تڼیو او موساخېلو په ولسوالیو کې د ځنګلونو د وهل شویو ونو پر ځای کېنول کیږي، چې له یوې خوا به ځنګلونه ورسره احیا شي او بل لوري ته د خلکو اقتصادي ځان بسیاینې سره هم مرسته کوي.

کرنې وزارت وايي، په هغو ټولو سیمو کې به د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د کینولو له لارې د ځنګلونو په احیا کې مرسته وکړي
کرنې وزارت وايي، په هغو ټولو سیمو کې به د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د کینولو له لارې د ځنګلونو په احیا کې مرسته وکړي

د کرنې وزارت د طبعي سرچینو عمومي رئیس محمدرفیق قاضي زاده مشال راډیو ته وویل، د رسمي هوکړه لیکونو له لارې ولسونو ژمنه وکړه، چې د خپلو دودیزو قومي تړونو له لارې به ځنګلونو ساتنه او پالنه کوي.

سره له دې چې تر اوسه هم په خوست کې په پټه او څرګنده د سونګ او خرڅولو لپاره ځنګل وهنه شته، خو د غرنیو او ځنګل لرونکو سیمو اوسیدونکي وايي، چې اوس خلک د ځنګلونو په ارزښت پوهیدلي دي.

د حفیظ الله په نوم د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی وايي، اوس په خپله خلک د ځنګلونو ساتنه کوي.

دی وړاندیز کوي، چې حکومت دې د قوریو د وسایلو خریداري په انجیوګانو نه کوي، بلکې د سیمې خلکو او شوراګانو ته دې دا مسوولیت وسپاري، تر څو هغه تخمونه او وسایل پرې راونیسي، چې د سیمې له اب وهوا سره برابر وي.

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې یو مدني فعال حزب الله عادل وايي، پخوا خلکو د ناپوهۍ له کبله ځنګلونه وهل، خو اوس نور خلک هم ځنګل وهلو ته نه پریږدي. د رسول خان په نوم د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی وايي، موږ ځنګلونو سره نه یوازې ظلم نه کوو، بلکې کوښښ مو دادی چې ويې ساتو ځکه زموږ ژوند ورپورې تړلی دی.

دی وايي، د خلکو همکاري وه، چې سره دې ناخوالو بیا هم ځنګلونه څه نا څه وساتل شول. د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي، پروسږکال دې برنامې ته حکومت ۱۵نیم میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې، خو سږ کال يې ۳۵ میلیونه افغانۍ بودجه راکړې او ممکن کال ته دا بودجه پنځوس میلیونه افغانیو ته لوړه شي. ده وویل، د اوس لپاره ۲۱لکه ۶۰ زره نیالګي تر روزنې لاندې دي.

د خوست د کرنې رئیس د رسنیو له لارې په خلکو غږ وکړ، چې د زڼغوځیو او چارمغزو څومره نیالګي چې وي، ټول به ورڅخه واخلي.

چارواکي وایي، د اسنادو له مخې څلور لسیزې وړاندې د افغانستان درې سلنه سیمه په ځنګلونو پوښلې وه، بیا یو نیم سل کاله مخکې د ځنګلونو پوښښ تر پنځه سلنه ډېر وو، خو په شپاړسمه پیړۍ کې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه ځمکه ځنګلیزه وه.

دوی وايي، وروستي ارقام چې د سټلایټ له لارې اخیستل شوي، د افغانستان ځنګلونه چې په تېرو جګړو ۲،۲ سلنه ته ټيټ شوي وو، اوس بېرته ۳ فیصده لوړیدو ته نږدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG