د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سېنېټران وايي، پر روسي سازمانونو او افرادونو بندېزونه ولګول شي


سېنېټران پر يوشمېر روسانو د بندېزونو لګولو سمدستي غوښتنه کړې ده (انځور له ارشیفه)
سېنېټران پر يوشمېر روسانو د بندېزونو لګولو سمدستي غوښتنه کړې ده (انځور له ارشیفه)

په امريکا کې د ډيموکراټ ګوند سېنېټرانو د دې هېواد پر خزانې وزارت ټينګار کړی چې د ۲۰۲۰ز کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د درغلۍ په خاطر دې پر روسي سازمانونو او افرادو بندېزونه ولګوي.

دوی دا هم ويلي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته دا ډول مستقيم پيغام بايد مخکې لا ورکړل شوی وای.

د سېپټېمبر پر درېمه ۱۱ سېنېټرانو د خزانې وزير سټيون منوچين ته په لېږلي ليک کې پر يوشمېر روسانو د بندېزونو لګولو سمدستي غوښتنه کړې ده.

په ليک کې راغلي چې د خزانې وزارت بايد هغه کسان او سازمانونه په ګوته کړي چې په دغو بنديزونو کې به په نښه کېږي او که چيرې د روسيې حکومتي کسان په انتخاباتو کې د مداخلت مسول وموندل شي نو هغوی دې هم په بندېزونو کې شامل کړل شی.

د دغو سېنېټرانو په خبره د امريکا استخباراتي راپورونه څرګندوي چې روسيه د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن کانديد کېدو ته زيان رسول غواړي.

ټاکل شوې چې د امريکا ولسمشريز انتخابات د روان ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر درېيمه نېټه تر سره شي چې د ريپبليکن ګوند لخوا ډونلډ ټرمپ او د ډيموکراټ ګوند لخوا جوبايډن کانديدان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له کبله ډېریو چارواکو وړاندیز کړی وو چې ولسمشریزو انتخاباتو کې دې خلک د پوست یا ډاکخانو له لارې رایې وکاروي.

ټرمپ د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر ولیکل، د امریکا په اوسني ټاکنیز نظام کې د درغلۍ امکانات زیات دي.

د ولسمشر ټرمپ ټویټ

امریکايي ولسمشر ویلي ول، د پوستې له لارې د رایو له کارونې سره به د ۲۰۲۰ز کال ټاکنې په تاریخ کې غیر دقیق او له درغلیو ډکې وي چې امریکا ته به لوی شرم وي.

ټرمپ په دې ټویټ کې زیاته کړې وه، انتخابات دې تر هغو وځنډېږي چې خلک په مناسبه او خوندي توګه ووټونو کارولو ته چمتو شي.

بلخوا د انتخاباتو خونديتوب ازاد پوهان بیا وايي چې په امريکا کې په انتخاباتي رايو کې درغلي ډېره نادره خبره ده.

ټرمپ د وينا پر مهال وويل چې يوازې په انتخاباتو کې د درغلۍ په صورت کې د هغه حريفان انتخابات ګټلی شي، خو د نوموړي په وينا هغه به دا انتخابات ګټي.

په ملي غونډه کې مايک پېنس هم د ولسمشر مرستيال په حيث بيا ونومول شو.

ولسمشر ټرمپ په ملي نظر پوښتنه کې د ډيموکراټ ګوند تر نوماند جوبايډن د اتو په مقابل کې په ۱۰ پواينټونو مخ ته دی.

نوموړی دا وخت په امريکا کې د کورونا وايرس پر نظم، کمزوري اقتصاد او نسلي ناکرارۍ باندې له نيوکو سره مخامخ دی خو هغه به هڅه کوي چې بېرته خپل مقام ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG