د لاسرسي ځای

تازه خبر

ريپبليکن ګوند د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ټرمپ خپل کانديد ونوماوه


ټرمپ وايي، يوازې په ټاکنو کې د درغلۍ په صورت کې د هغه حريفان انتخابات ګټلی شي.
ټرمپ وايي، يوازې په ټاکنو کې د درغلۍ په صورت کې د هغه حريفان انتخابات ګټلی شي.

د امريکا ريپبليکن ګوند د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره ډونلډ ټرمپ په رسمي ډول بيا خپل کانديد ونوماوه.

دا پرېکړه د اګست پر ۲۴مه د ګوند د هغې څلور ورځنۍ ملي غونډې په لومړۍ شپه وشوه چې زياتره په اوڅار بڼه وه.

د ريپبليکن ګوند د استازو لخوا په لوی اکثريت سره د ټرمپ نومول حيرانوونکي نه وو ځکه د نارت کارولاينا ايالت په شارلټ کې د ګوند د ملي غونډې پر مهال په يو لړ ويناوو کې ولسمشر ټرمپ وستايل شو.

غونډې ته د وينا پر مهال ټرمپ په نومبر مياشت کې د کېدونکو ولسمشريزو انتخاباتو پر معيار شکونه څرګند کړل او د ليک له لارې يې پر رايه کارولو باندې نيوکه وکړه.

تمه څرګندېږي چې د کورونا وبا پر مهال به دا ځل په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ليک له لارې رايه کارول زيات عام وي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له کبله ډېریو چارواکو وړاندیز کړی وو چې ولسمشریزو انتخاباتو کې دې خلک د پوست یا ډاکخانو له لارې رایې وکاروي.

ټرمپ د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر ولیکل، د امریکا په اوسني ټاکنیز نظام کې د درغلۍ امکانات زیات دي.

د ولسمشر ټرمپ ټویټ

امریکايي ولسمشر ویلي ول، د پوستې له لارې د رایو له کارونې سره به د ۲۰۲۰ز کال ټاکنې په تاریخ کې غیر دقیق او له درغلیو ډکې وي چې امریکا ته به لوی شرم وي.

ټرمپ په دې ټویټ کې زیاته کړې وه، انتخابات دې تر هغو وځنډېږي چې خلک په مناسبه او خوندي توګه ووټونو کارولو ته چمتو شي.

بلخوا د انتخاباتو خونديتوب ازاد پوهان بیا وايي چې په امريکا کې په انتخاباتي رايو کې درغلي ډېره نادره خبره ده.

رمپ د وينا پر مهال وويل چې يوازې په انتخاباتو کې د درغلۍ په صورت کې د هغه حريفان انتخابات ګټلی شي، خو د نوموړي په وينا هغه به دا انتخابات ګټي.

په ملي غونډه کې مايک پېنس هم د ولسمشر مرستيال په حيث بيا ونومول شو.

ولسمشر ټرمپ په ملي نظر پوښتنه کې د ډيموکراټ ګوند تر نوماند جوبايډن د اتو په مقابل کې په ۱۰ پواينټونو مخ ته دی.

نوموړی دا وخت په امريکا کې د کورونا وايرس پر نظم، کمزوري اقتصاد او نسلي ناکرارۍ باندې له نيوکو سره مخامخ دی خو هغه به هڅه کوي چې بېرته خپل مقام ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG