د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ۱۰۰ نور بندي طالبان پرېښول


دا د اګست پر ۱۳مه له څرخي پله د خوشې کړل شویو طالبانو عکس دی
دا د اګست پر ۱۳مه له څرخي پله د خوشې کړل شویو طالبانو عکس دی

افغان حکومت د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندی نور ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

افغان حکومت او طالبان رضا شوي ول چې د افغانانو د خپلمینځيو خبرو تر پیل وړاندې به د یوه بل بندیان خوشې کوي.

د سولې په موخه د افغانانو د خپلمینځيو خبرو اترو د پیلېدو پروړاندې له هغې وروستو خنډونه راپورته شو ، کله چې افغان حکومت د شا او خوا ۴۰۰ بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ. چارواکیو ویلي وو چې په دوی کې یوشمېر په لویو جرمونو کې ککړ دي او نه یې شي کولای چې خوشې یې کړي.

یوه افغان چارواکي د سپتمبر پر لومړۍ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بندیانو د خوشېکولو پروسه به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړه شي او د حکومت او طالبانو ترمینځ به خبری په قطر کې پیلیږي.

د امریکا او طالبان تر مینځ روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د سولې تر لوظنامې وروستو، د بندیانو خوشېکول د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لار کې وروستی خنډ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG