د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې دوه بریدګر او درې سرتېري وژل شوي


افغان سرتېري
افغان سرتېري

نن د سې شنبې ورځې سهار ۵ نيمې بجې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې ځواکونو پر کنډک برید د دوو بریدګرو او درې سرتېرو په وژل کیدو پای ته رسېدلی.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي مشال راډيو ته وویل، دوو بریدګرو لومړی د کنډک پر دروازه موټربم وچولی او وروسته کنډک ته ننوتل.

د پکتیا والي زیاته کړه، افغان سرتیري وتوانیدل، چې د لسو دقیقو په موده کې دواړه بریدګر له منځه یوسي.

ده وویل، پدې برید کې ۵ نور پولیس برسیرن ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

محمدحلیم فدايي وايي، اوسمهال امنیتي حالت عادي شوی او سيمه کې امنيتي ځواکونه شتون لري.

د پکتیا والي وايي، د افغانستان دښمنان نه غواړي، دا هېواد پر ځان بسیا شي، نو ځکه عامه تاسیسات لکه سړکونه، ښوونځي او نور تاسیسات له منځه وړي.

د پکتیا چارواکو د دوو وژلیو بریدوګر انځورونه رسنیو سره شریک کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG