د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د کورونا وایرس وهلو شمېر تر ۶۰ لکو اوښتی


امریکا:د نیویارک په منهټن کې د یوه موزیم لیدو لپاره په لیکو کې ولاړو کسانو د کورونا ویا مخنیوي په خاظر ماسکونه وهلي. ۲۰۲۰، ۲۷ اګست
امریکا:د نیویارک په منهټن کې د یوه موزیم لیدو لپاره په لیکو کې ولاړو کسانو د کورونا ویا مخنیوي په خاظر ماسکونه وهلي. ۲۰۲۰، ۲۷ اګست

په امریکا کې د کورونا وایرس کیسونه نیږدې شپږ میلیونو ته رسېدلي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي د مني موسم کلاسونو پر مهال په یونیورنسټیو کې د زدهکونو ترمنځ د وبا د خورېدو د مخنیوی لړ کې ستونزې پېښې شوې دي.

په امریکا کې د کورونا وبا له وجې د ناروغه کسانو په روغتونو کې د بسترېدو او له کورونا وایرسه په مرګونو کې کم راغلی دی خو چارواکي په کالجونو او پوهنتونو کې د زدهکونکو د راغونډیدو ځایونو په اړه اندېښمن دي.

د تیرې اوونۍ په پای کې په نړی کې د کورونا وایرس پېښې له ۲۵ میلیونو زیاتې شوي دي او په تېرو څو اوونیو کې زیاتره هېوادونو کې د وایرس د خوریدو مخنیوی لپاره محدودیتونه یو وارې بیا عملي او یا غځول شوي دي. په نیوزیلنډ، اسټرالیا او جنوبي کوریا کې د کورونا وبا نوي کیسونه رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې په تېر يوه شواروز کې ۲۱۶ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

د دې هېواد روغتيا څانګې ويبپاڼي د اګست پر ۳۱مه نېټه ويلي چې تراوسه پورې په کورونا وايرسه تر دوه لاکه ۹۵ زره زيات کسان اخته شوي دي چې پکې تر دوه لاکه اتيا زره ورڅخه رغېدلي دي. ويبپاڼه زياتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ نور سان له وبا مړه شوي دي چې ورسره له کووډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شويو کسانو ټول شمېر شپږ زره ۲۹۴ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG