د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکس میرکلام وزیر له بریده روغ راوتی


میرکلام وزیر د لاریونوالو په منځ کې
تصویر له ارشیفه
میرکلام وزیر د لاریونوالو په منځ کې تصویر له ارشیفه

په شمالي وزيرستان کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پر غړي ميرکلام وزير بريد شوی چې پکې دی او ملګري یې روغ راوتي دي. چارواکي وايي چې پر نوموړي د اتوار په ماښام برید شوی.

هغه پر چا تور پورې نکړ البته وې ويل چې دوی په سيمه کې د امن راوستو لپاره غږ پورته کړی دی او دغسې کړنې به يې خاموشه نکړي. ميرکلام وزير د پښتون ژوغورنې غورځنګ له مخکښانو دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې میرکلام وزیر وویل، چې په ميرامشاه کې په یوه لاریون کې له برخې اخېستو پس پېښور ته په لاره وو چې ماښام مهال په میرلي چوک کې ورباندې ناڅرګندو کسانو برید وکړ.

دی وايي پر ګاډي یې مرمۍ لګېدلې خو دی او ملګري یې روغ دي. میرکلام وزیر زیاته کړه چې پر دوی بریدونه یې د پښتون وطن د امن او سوکالۍ لپاره اوچت کړی ږغ نه شي غلی کولی. دی وايي، د طالبعلمۍ له وخته بیا تر اوسه یې تل په خپله خاوره کې د امن غوښتنه کړې، د ده په خبره له بدمرغۍ څوک چې هم په خپل وطن کې د امن خبره کوي، د خپلو بچیانو د ښه مستقبل خبره کوي نو هغوی په نښه کېږي.

د نوموړي وینا وه چې په افغانستان کې مېشت د وزیرستانونو کډوالو راستنولو لپاره په میرامشا کې د ټولو سياسي ګوندونو اتحاد تر سيورې لاندې يوې احتجاجي غونډې ته ورغلی. دغه کډوال په ضرب عضب پوځي عملياتو کې افغانستان او د پاکستان نورو برخو ته کډه شوي دي.

دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د د دې کډوالو کورونو ته د ستنولو انتظام وکړي. حکومت وايي چې په افغانستان کې مېشت کډوالو د ستنولو پلان يې جوړ کړی دي.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد شوي ضرب عضب پوځي عملياتو پر مهال تر يو میلين زيات بېکوره شوي ول چې پکې د چارواکيو په وينا تر ۹۰ فيصده زيات ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG