د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پولیسو او انصاف نظام کې اصلاحاتو لپاره احتجاج شوی


دا مظاهرچیان اګست پر ۲۸مه د لینکن د یادګار مخې ته راټول شوي
دا مظاهرچیان اګست پر ۲۸مه د لینکن د یادګار مخې ته راټول شوي

پراګ - د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې په زرګونو مظاهرچیانو د پولیسو او انصاف په نظام کې د اصلاحاتوغوښتنه کړې ده.

دا مظاهرچیان د اګست پر ۲۸مه د لینکن د یادګار مخې ته راټول شوي وو.

دا هغه یادګار دی د کوم مخې ته چې په ۱۹۶۳ز کال د اګست پر ۲۸مه مارټن لوتر کینګ خپل مشهوره وینا، "زما یو خوب دی" کړې وه.

د ولسي حقونو فعالانو دغه احتجاج ته نوم ورکړی وو چې "خپل زنګونونه زموږ له سټونو لیرې کړی".

دا مظاهرچیان اګست پر ۲۸مه د لینکن د یادګار مخې ته راټول شوي
دا مظاهرچیان اګست پر ۲۸مه د لینکن د یادګار مخې ته راټول شوي

دا د جورج فلایډ په نوم د هغه افریقايي امریکايي مرګ ته اشاره وه چې سږ کال د مې میاشتې پر ۲۵مه د امریکا مینيسوټا ریاست په مینیاپولیس ښار کې د پولیس لخوا د نیولو پر مهال ووژل شو.

فلوېډ له هغه وروسته ساه ورکړه چې سپین پوستي پولیس یې پر غاړه زنګون ایښی و.

د پېښې ځینو شاهدانو د دې صحنې ویډیو اخیستې وه او تر هغه وروسته چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپره شوه ګڼ امریکایان او بهرنیان یې په غوصه کړل.

لاریونونه ان دومره سخت شول چې د امریکا حکومت یې اړ کړ چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ملي ګارډ وګماري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG