د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په ګڼو ښارونو کې تاوجن لاریونونه


خلک په مینیسوتا کې د مې په ۲۵ د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د یوه تورپوستي کس د وژنې په غبرګون لاریونونه کوي.
خلک په مینیسوتا کې د مې په ۲۵ د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د یوه تورپوستي کس د وژنې په غبرګون لاریونونه کوي.

خلک په مینیسوتا کې د مې په ۲۵ د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د یوه تورپوستي کس د وژنې په غبرګون لاریونونه کوي.

په میناپولیس، واشنګتن ډي سي، شیکاګو، نیویارک، اټلانټا، لاس انجلس او لسګونه نورو ښارونو کې لاریونونه وشول.

په ځینو سیمو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګریوان و او د تاوتریخوالي څو پېښې وشوې.

لومړی لاریونونه ارامه وو خو کرار کرار په تاوتریخوالي بدل شول.

تېره دوشنبه د مینیسوتا ایالت په یوه لوی ښار میناپولیس کې یوه سپین پوستي پولیس د جورج فلویډ په نوم شپږ څلوېښت کلن تور پوستی کس وواژه.

فلوېډ وروسته له هغه ساه ورکړه چې سپین پوستي پولیس یې په غاړه زنګون ایښی و.

د پېښې ځینو شاهدانو له دې صحنې ویډیو اخیستې وه او تر هغه وروسته چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپره شوه ګڼ امریکایان او بهرنیان یې په غوصه کړل.

لاریونونه ان دومره سخت شول چې د امریکا حکومت یې اړ کړ ملي ګارډ موظف کړي چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

ملي ګارډ په ګڼو ښارونو کې تر پرونه نږدې ۱۷۰۰ لاریونوال نیولي او بندیان کړي یې دي.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر خلکو په ځینو سیمو کې د پولیسو موټر سوځولي او د دوکانونو د شیشو په ماتولو سره یې بېلابېل توکي تښتولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یکشنبه د پرونیو لاریونونو په اړه څو واره ټویټري بیانونه ورکړي او د تاوتریخوالي په مخنیوي یې ټینګار کړی دی.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

هغه په یوه ټویټ کې ویلي چې امریکا به د انټيفا ډله د ترهګرو لیسټ ته واچوي.

انټیفا په امریکا کې کین اړخي افراطي وسله واله ډله ده چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په لاریونونو کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو او ګډوډي جوړولو تورنه ده.

اخوا په مینیسوتا ایالت کې چې تېره دوشنبه د مې په پنځه ویشتمه تور پوستی جورج فلویډ د یوه پولیس په لاس ووژل شو ګرځبندیز دوام لري.

د دغه ایالت والي ټېم والز پرون وویل چې ځینو کړیو او ډلو وضعه ګډوډه کړې او نارامي یې رامنځته کړې ده.

هغه وویل چې ګرځبندیز به دوام پیدا کړي او تر څنګ به یې پولیس په ځینو سیمو کې خپل عملیات جاري ساتي څو د ورانیو مخه ونیسي.

مینسیوتا کې پولیس د خپلې ودانۍ د ساتلو په هدف د تیارسۍ پرمهال
مینسیوتا کې پولیس د خپلې ودانۍ د ساتلو په هدف د تیارسۍ پرمهال

اخوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراتانو احتمالي کاندید جوبایډن د تاوتریخوالي په غندلو سره ویلي چې لاریونوال باید په خپله هغه هدف تر سیوري لاندې رانه ولي چې په خاطر یې لاریونونه را پيل کړي.

د امریکا په استازیو جرګه کې د مینیسوتا ایالت استازې الهان عمر هم پرون اې بي سي ټلویزیون سره د لاریون کونکو په رابطه غږېدله.

هغې وویل: "زموږ هېواد درد تېروي، خلک یې تصور نه شي کولای هغه پولیس چې د ټولنې د خدمت او ساتنې لپاره موظف شوی د جورج فلویډ ساه بنده کړي او وې وژني."

هغه څلور پولیس چې د جورج فلویډ د وژنې په صحنه کې و له دندو لرې شوي.

د پولیسو افسر دیریک چووین چې د جورج فلویډ په غاړه باندې پوره نهه دقیقې خپل زنګون اېښی و په دریم درجه غیر عمدي قتل تورن شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG