د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: په دوو چاودنو کې ۱۳ ولسي کسان وژل شوي


یوناما: سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۰ افغانان وژل شوي (انځور له ارشیفه)
یوناما: سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۰ افغانان وژل شوي (انځور له ارشیفه)

د افغانستان د کندهار ولایت چارواکي وايي د دوو ماینونو په چاودنو کې ۱۳ ولسي کسان وژل شوي دي.

د والي ویاند احمد بهیر احمدي مشال راډیو ته وویل، یوه چاودنه نن [د اګست پر ۲۸مه] سهار د سپین بولدک ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې شوې ده.

احمدي زياتوي: "د چاودنې له کبله ۱۲ تنه ولسي وګړي چې په یوه ډاټسن موټر کې روان وو، ټول شهیدان شوي دي. باید ووایو چې د چاودنې شدت له کبله مړي د پېژندنې وړ نه ‌دي."

که څه هم د والي ویاند وايي، دغه ماین په سیمه کې د وسله ‌والو طالبانو لخوا ښخ کړل شوی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه ‌دي ویلي.

د کندهار والي ویاند وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې هم نن غرمه د ولسي وګړو پر یوه مازدا موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې یو ولسي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي، هغه هېواد لا هم په نړۍ کې د ولسي وګړو لپاره له خونړیو هېوادونو یو دی.

یوناما د ملکي مرګ‌-ژوبلې په اړه د ۲۰۲۰ز کال د لومړیو شپږو میاشتو په رپورټ کې راغلي چې په دې موده کې په افغانستان کې ۱،۲۸۰ کسان وژل شوي او ۲،۱۷۴ ژوبل دي.

دغه شمېر د ۲۰۱۹ز کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG