د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۰ افغانان وژل شوي: یوناما


د جون په پای کې په هېلمند کې یو کس په حمله کې د وژلي تن مړی وړي
د جون په پای کې په هېلمند کې یو کس په حمله کې د وژلي تن مړی وړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي، هغه هېواد لا هم په نړۍ کې د ولسي وګړو لپاره له خونړیو هېوادونو یو دی.

یوناما د ملکي مرګ‌-ژوبلې په اړه د ۲۰۲۰ز کال د لومړیو شپږو میاشتو په رپورټ کې راغلي چې په دې موده کې په افغانستان کې ۱،۲۸۰ کسان وژل شوي او ۲،۱۷۴ ژوبل دي.

دغه شمېر د ۲۰۱۹ز کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.

په یوناما دفتر کې د ملکیانو او ماشومانو د ساتنې مشرې سټیفني کېز د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل: "ملکي مرګ-ژوبله د افغان حکومت او طالبانو له لوري کمه شوې نه ‌ده. جګړه پر ملکیانو اوږدمهالی اغېز لري، زموږ رپورټ ښيي چې جګړې تر ډېره پورې بشري حقونو په ګډون اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونه هم تر اغېز لاندې راوستي دي."

کېز دا هم وویل چې دوی د جګړې له دواړو اړخونو غواړي چې جګړه د حللاره نه‌ ده او باید په خبره ‌یې د ولسي وګړو مرګ-ژوبله په پام کې وساتي او مخنیوي ته ‌یې لومړیتوب ورکړي.

په دغه رپورټ کې د ملکیانو د مرګ-ژوبلې اصلي عاملین د وسله وال او امنیتي ځواکونه بلل شوي او نړیوال ځواکونه د ۲۰۲۰ز کال لومړیو درېیو میاشتو کې د درې فیصده ملکي مرګ-ژوبلې عاملین دي، خو په وروستیو درې میاشتو کې يې ملکیانو ته هېڅ مرګ-ژوبله نه ‌ده اړولې.

په دې ترڅ کې د افغانستان دولت ته وفاداره ځواکونه هم د درې فیصده ملکي مرګ-ژوبلې او د ۱۴ سلنې ملکي مرګ-ژوبلې بیا هغه نښتې بلل شوي چې د بریدګرو پته یې نه لګي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د سولې د مذاکراتو مېز ته کښېني.

د ملکیانو د مرګ-ژوبلې اصلي لاملونه ځمکنۍ نښتې، بیا ځانمرګې حملې او چاودنې او د سړکغاړې بمونه او درېیم هدفي وژنې بلل شوې دي.

د دغه دفتر له رپورټ سره سم، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د حملو او عملیاتو په پایله کې د ملکیانو مرګ-ژوبله د تېر ۲۰۱۹ز کال پرتله نهه سلنه لوړه ده.

په دغه رپورټ کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېر ۲۰۱۹ز کال د همدې مودې پرتله د هوایي حملو او عملیاتو په پایله کې ملکي مرګ-ژوبله درې سلنه زیاته شوې.

په رپورټ کې ویل شوي چې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې ۴۰ سلنه ښځې او ماشومان دي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې ۱۳۸ ښځې وژل شوي، ۲۵۹ ټپیانې شوي او همدارنګه ۳۴۰ ماشومان وژل شوي او ۷۲۷ یې ټپیان شوي دي.

د حکومت، طالبانو او غوڅ ملاتړ ماموریت دریځ

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوناما د دغه رپورټ په اړه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، حکومت ژمن دی چې له یوناما سره په ګډه کار وکړي چې د جګړې د سیمو واقعیتونه منعکس شي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې حکومت په میاشتو، میاشتو په دفاعي حالت کې پاتې شو، خو په خبره‌ یې طالبانو د ملګي وګړو او عامه تأسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی جاري وساته.

اخوا طالبانو د یوناما دغه رپورټ رد کړی دی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته په یو پیغام کې ویلي چې دغه ډول رپورټونه د یو اړخیزه معلوماتو پر بنسټ جوړېږي.

بل‌ خوا په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې د ملکیانو د رنځ د پای ته رسولو لپاره تر ټولو ښه لاره د افغانستان د جګړو حل او فصل له سیاسي لارې دی، ټول اړخونه موافق دي چې هېڅ پوځي حللاره نه‌ شته.

بیان وايي چې غوڅ ملاتړ ماموریت له افغانستان سره مرستې ته ژمن دی چې دوامداره سولې ته ورسېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG