په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزي پر افغان حکومت غږ کړی چې خبرو ته تیار شي.
نوموړي ویلي چې د سولې خبرې هره ګړۍ پيلېدلائ شي.
ستانکزي دا خبرې نن (د اګسټ پر ۲۶مه) په اسلام اباد کې د مشال راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه ویلي چې د طالبانو مشر هيبت الله اخندزاده له حکومت سره د مذاکراتو لپاره ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.
شېر محمد عباس ستانکزی د دغه مذاکراتي پلاوي مشر دی.
په همدې حال کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي يو غړي نادر نادري مشال راډيو ته ویلي چې دوی هره ګړۍ د خبرو پیل ته چمتو دي.
ستانکزي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان حکومت پر بلنه په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوي د دغه دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او ځېنو نورو لوړ پوړيو طالبانو په ګډون د اګست پر ۲۴مه اسلام اباد ته سفر کړی چې لا هم هلته دی.
دغه پلاوي پرون (د اګست پر ۲۵مه) د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او نورو لوړ پوړيو پاکستانيو چارواکو سره په اسلام اباد کې پر افغان سوله خبرې وکړې.