د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قریشي او ملا برادر د بین الافغاني خبرو پر ژر پيل سره غږېدلي


د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي. ارشېف
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي. ارشېف

پراګ - د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له يوه لوړ پوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاقات پر مهال په افغانستان کې د سولې پر لور د پرمختګ، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د شریکې دلچسپۍ پر نورو موضوعاتو بحث وشو.

د خبرپاڼې په وینا، طالب مشرانو له امریکا سره د شوي تړون د عملي کېدو په اړه فرېشي ته تازه معلومات ورکړل.

خبرپاڼې زیاته کړې چې پر دې مهال د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ژر تر زره پیل په اړه هم بحث وشو او شاه محمود قریشي په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د رول لوبولو باور ورکړ.

طالب مشرانو له امریکا سره د شوي تړون د عملي کېدو په اړه شاه محمود فرېشي ته تازه معلومات ورکړل.
پاکستان خارجه وزارت

په قطر کې مېشت د افغان طالبانو د سياسي دفتر دا پلاوی د پاکستان په بلنه د اګست پر ۲۴مه اسلام اباد ته رسېدلی چې مشري يې د دې دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو تر دې ځایه را رسولو کې رول لوبولی دی چې اوس د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.

شاه محمود قرېشي وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو پر وړاندې خنډونه تر ډېره حده پای ته رسېدلي دي او هیله ده چې د سولې ټینګښت دا پروسه به مخ ته لاړه شي.

شاه محمود قرېشي دا څـرګندونې د اګست پر ۲۴مه په اسلام اباد کې پر داسې مهال وکړې چې یو پلو د افغان طالبانو یو پلاوی په اسلام اباد کې دی او بل پلو موموړی په خپله د چین له سفر ستون شوی دی.

سږکال د فبرورۍ په میاشت کې افغان طالبانو او امريکا په قطر کې د سولې موافقه لاسليک کړه.
سږکال د فبرورۍ په میاشت کې افغان طالبانو او امريکا په قطر کې د سولې موافقه لاسليک کړه.

شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د سولې پروسې ته په اشاره وویل، "روغه جوړه به افغانان په خپله کوي، د خپل راتلونکي پرېکړه به افغانان کوي، پاکستان یوازې په دې پروسه کې د منځګړي په توګه مرسته کولای شي خو کومه پرېکړه پر هغوي تپلای نشي."

شاه محمود قرېشي زیاته کړه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دوی د هغه خپلواکي مني او احترام یې کوي او غواړي چې د ورورولۍ او برابرۍ پر اساس اوږدمهالې اړیکې ورسره وساتي.

شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې د افغان طالبانو موجود پلاوي په اړه وویل، "دوي له امریکا سره تر تړون وړاندې هم راغلي وو، زموږ سلا مشورې اوسېدلې دي، اوس مو بیا بلنه ورکړې ده، سبا به ورسره وینم او چې کومې خبرې مخې ته راځي هغه به بیا په بله ناسته کې له رسنیو سره شریکې کړم."

خو نوموړي په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه چې د طالبانو پلاوی به تر کله په اسلام اباد کې وي او له کومو پاکستانیو چارواکو سره به لیده کاته کوي.

د چین د سفر حال

شاه محمود قرېشي د اګست پر ۲۰مه په دوه ورځني رسمي سفر چین تللی او هلته یې له خپل سیال وانګ یي سره لیده کاته او پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې وې.

نوموړي د اګست پر ۲۴مه په خبري غونډه کې وویل چې په هغه ناسته کې یې له چینايي چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه هم بحث کړی وو د کوم چې د ده په وینا چین هم پوره ملاتړ کوي.

پاکستان دي په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي: کرزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:51 0:00

ده وویل ، د افغانستان په اړه یې د چین ځانګړي استازي ته بلنه ورکړې ده چې د افغان سولې په اړه د لا نور بحث لپاره اسلام اباد ته ورشي.

ده وویل چې د دې هدف دا دی چې د افغانستان پر مسله د وړاندې تلو لپاره په سلا مشوره یوه لاره خپله کړل شي.

د افغان سولې په وړاندې مبینه خنډونه

شاه محمود قرېشي وویل، په افغانستان کې داسې ډېر خلک دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان رول مهم بولي او غواړي چې په هیواد کې یې سوله راشي.

خو نوموړي هند په اشاره وویل، "د دې تر څنګ داسې عناصر هم شته ، زموږ په ختیځ کې چې زموږ کوم همسایه دی ، هغوي خو به دا ونه غواړي‌ چې حالات دې سم شي."

ده زیاته کړه چې په بیا بیا یې ویلي د هغو ګډوډي رامنځ ته کوونکو یادونه کړې ده کوم چې د ده په وینا ناسم پوهایو رامنځ ته کولو هڅې کوي.

هند که څه هم د دې خبر تر خپرېدو د شاه محمود قرېشي د ننیو څرګندونو په اړه لا څه نه وو ویلي خو تر دې وړاندې یې په څرګنده پاکستان د داسې وسله والو ډلو ملګری او پالونکی بللی دی چې د هندي‌ چارواکو په وینا ، هم په هند او هم په افغانستان کې بریدونه کوي.

د هند تر واک لاندې کشمیر

شاه محمود قرېشي د خبري غونډې پر مهال وویل چې د چین له چارواکو سره یې د ده په وینا د هند له خوا نیول شوي کشمیر په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.

شاه محمود قرېشي وویل ، هند نه یوازې په ناقانونه توګه کشمیر د ځان برخه ګرځولی دی بلکې هلته یې له تېر یوه کاله راهسې ځايي ولس له بنیادي انساني حقونو بې برخې کړی دی.

هند د ۲۰۱۹م کال د اګست پر پنځمه تر خپل واک لاندې کشمیر په رسمي توګه د هیواد یو ریاست وګرځاوی او په دې اړه د پاکستانیو چارواکو څرګندونو او بیانونه د هند په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG