روسيې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د اپوزیشن مشر الېکسي نوالني ته قصداً زهر ورکړل شوي.
نوالني ته د زهرو ورکول کېدو په تړاو چې کوم شواهد مخې ته راغلي دي، روسيه له هغوی انکار کوي، د مبینه جرم پلټنو غوښتنې ردوي او پر ځای يې دا یو غربي سازش بولي.
۴۴ کلن نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو دی او د درغلۍ ضد کېمپېن کوي.
دا مهال يې د جرمني د پلازمينې برلين په یو روغتون کې درملنه روانه ده.
نوموړی د اګست پر ۲۱مه په سایبیریا کې په الوتکه کې د سفر پر مهال زښت ناجوړه شو.
د جرمني روغتون د اګست پر ۲۴مه وویل چې پراخې طبي معاینې ښيي چې نوالني ته زهر ورکړل شوي ول.
لوېديځ هیوادونه پر روس فشار راوړي چې نوالني ته د مبینه زهرو ورکول کېدو د پېښې پلټنې وکړي او ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي.
د روسيې استازو جرګې (دوما) سپیکر اعلان وکړ چې یوه کمېټه به پلټنې کوي چې ایا نوالني ته د زهرو په مبینه پېښه کې بهرني هېوادونه ښکېل دي که نه؟