په روسیه کې ډاکتران وايي، د اپوزیشن مهم غړي الېکسيې نوالني روغتیايي حالت ښه نه دی او د درملنې لپاره یې بل ځای ته وړل مناسب نه دي.
شک کېږي چې نوموړي ته زهر ورکړل شوي چې اوس یې د سایبیریا په یوه روغتون کې درملنه روانه ده.
۴۴ کلن نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو دی او د درغلۍ ضد کیمپېن کوي.
جرمني د سایبیریا اومسک ښار ته الوتکه استولې چې نوالني له هغه ځایه برلېن ته یوسي او علاج یې وکړي.
خو د اومسک روغتون د بېړنۍ څانګې مشر الکېساندر موراخوفسکي د اګست پر ۲۱مه وویل، د اپوزیشن د مشر طبي حالت ډېر ښه نه دی.
د نوالني ویاند ویلي، د روغتون پرېکړه د نوموړي ژوند ته مستقیم خطر پېښوي.
د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف ویلي چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د مهم ناقد له ناروغۍ خبر دی خو نوالني ته د زهرو ورکولو ثبوت نشته.
پېسکوف البته زیاته کړې چې په دې اړه پلټنې کوي.