د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعليمي ادارو پرانيستلو لپاره د سېپټېمبر پر اوومه غونډه کوو: شفقت محمود


د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)

د پاکستان تعليم او مسلکي روزنې وزير ويلي چې د تعليمي ادارو بيا پرانيستلو لپاره به د راتلونکې [سېپټېمبر] مياشتې پر اوومه نېټه مشاورتي غونډه کوي.

شفقت محمود دا خبره د اګست پر ۲۴مه د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال وکړه.

نوموړي زياته کړه چې په دغه غونډه کې به د تعليمي ادارو بيا پرانيستلو په اړه غور کېږي.

شفقت محمود په عين حال کې ويلي چې حکومت د سېپټېمبر له ۱۵مې د ټولو تعليمي ادارو پر بيا پرانيستلو غور کوي.

په پاکستان کې تعليمي ادارې د ۲۰۲۰ز کال د مارچ راهيسې له هغه وروسته تړل شوې چې په دې هېواد کې په فبروري مياشت کې کورونا وايرس خپرېدل پيل شول.

بلخوا د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د اګست له ۱۵مې ګڼ شخصي ښوونځي پرانيستل شوي دي.

د پاکستان شخصي سکولونو اتحاديې د جون په مياشت کې په کراچۍ د سکولونو خلاصولو لپاره مظاهره کړې وه.
د پاکستان شخصي سکولونو اتحاديې د جون په مياشت کې په کراچۍ د سکولونو خلاصولو لپاره مظاهره کړې وه.

په پاکستان کې د اګست تر ۲۵مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۳،۷۱۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۶،۲۵۵ کسان مړه شوي خو تر دوه لکه ۷۸ زره زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت وايي، په اګست مياشت کې په دې هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۱۳،۴۱۸ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۲۵مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۳ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۵ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG