د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي، بالاکوټ ډویژن کې یې د کورونا له کبله ۲۸ هوټلونه تړلي


په لاهور کې د جون په میاشت کې د ټولبند بیا لګېدو پر وخت پولیسو ډېر ځایونه تړلي‌ وو
په لاهور کې د جون په میاشت کې د ټولبند بیا لګېدو پر وخت پولیسو ډېر ځایونه تړلي‌ وو

اسلام اباد – د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د کورونا وایرس د نیويو ناروغانو تر رامنځ ته کېدو وروسته د ځايي‌ انتظامیې له خوا ضلعي چارواکو ته د نیم ټولبند یا سمارټ لاک ډاون عملي‌ کولو وړاندیز شوی دی.

د کاغان ترقياتي ادارې - کې ډي اې - وياند مظهر حسېن شاه ځايي‌ رسنيو ته ويلي چې د بالاکوټ ډويژن په ګړهي حبيب الله، بالاکوټ، مهانډري، شوګران، کاغان او ناران کې يې په تيره اونۍ کې تر ۸۰۰ زياتو کسانو ټېسټونه وکړل چې پکې د ناران، کاغان او شوګران د ۲۸ هوټلو او رېستورانونو په ۴۷ کارکونکو کې د کورونا وايرس تصديق شوی دی.

د دوي په وینا ، د دې ناروغانو تر رامنځ ته کېدو وروسته یې هغه هوټلونه او رسټورانټونه تړلي دي.

په ناران کې پاک پنجاب تکه هاوس نومې رېستوران هم په هغه ريسټورانټونو کې شامل دی چې انتظاميې تړلی دی.

خو د ياد رېسټورانټ مالک خورشيد انور د اګست په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې نه یوازې د دوي بلکه هغه ټول رېستورانټونه خلاص دي چې په کارکوونکو کې یې د کورونا وایرس میندل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

ده وویل چې د انتظامیې چارواکي‌ ورغلي وو خبرې یې ورسره کړې وې او بیا تللي دي خو رسټورانټونه یې نه دي تړل شوي.

ده وویل چې په ناران کې يو هوټل او رسټورانټ نه دی بند او ښه په ګڼ شمير سيلانيان ورغلی دي.

خورشید ملک زیاته کړه چې په روان اوړي کې یې کاروبار ښه شوی دی او د حکومت تر اجازت وروسته په تېرو دوو اونیو کې سېلانیان ورمات شوي دي.

ده وویل چې اوس که حکومت بیا ټولبند کوي نو دوي به یې نه مني ، هغه ځکه چې د ده په وینا اوس په پاکستان کې کورونا نشته.

د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د اګست پر ۶مه د کورونا وايرس له کبله د لګول شويو بنديزونو او نیم ټولبند ختمولو اعلان کړی وو.

د هغه اعلان له مخې په ملک کې د رسټورانټونو ، مارکيټونو ، تفريحي او سېلګريز ځايونه د خلاصولو اجازه ورکړل شوې وه.

د اسلام اباد پيمز هسپتال وياند ډاکټروسيم خواجه مشال راډيوته وويل چې حکومت خو اول په لاک ډاون کې د وخت نه وړاندې نرمي وکړه او له هغه وروسته رېستورانونه او سېلګريز ځايونه خلاصولو کې هم له چټکۍ کار واخيستل شو چې له کبله یې په کېسونو کې د زياتوالي ويره پيدا شوې ده.

ده وویل چې موجوده وخت کې خو په کېسونو کې کموالی راروان دی او که خلکو پر احتياطي لارښوونو عمل وکړ نو دا نورهم راکميدای شي.

خو د ده په وینا، په ناران کاغان کې چې کوم دا نوي کېسونه راغلي دي له هغه معلوميږي چې د رسټورانټونو او هوټلو مالکانو سره سره سيلانيان هم پر احتياطي لارښوونو عمل نه کوي.

د ډاکټر وسیم خواجا په وینا ، حکومت ته پکار دي چې پر احتياطي تدابيرو دې عملدرامد ېقيني کړي ځکه چې دا کېسونه به یوازې تر يادو علاقو نه پاتې کيږي بلکې دا سيلانيان چې بیرته خپلو سيمو ته لاړ شي نو هلته هم ترې خلک متاثره کيداې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د صحت څانګې چارواکي وايي د کورونا وایرس په نویو رامنځ ته کېدونکو ناروغانو شمېر ورځ تر بلې کمی را روان دی.

د اګست پر ۲۴مه په خپرو شویو سرکاري شمېرو کې ویل شوي چې په تيرو ۲۴ ساعتو کې په ټول ملک کې شاوخوا ۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي او نهه کسان نور مړه شوي.

د کورونا په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري ویب پاڼې لیکلي چې تر اوسه دې ناروغۍ په مجموعي‌ توګه لږ تر لږه ۶۲۵۰ کسان وژلي دي.

پر یاده ویب پاڼه ورکړل شوي معلومات ښي چې تر اوسه ۲۹۳۲۶۱ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي خو ۲۷۶۸۲۹ کسان ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د ۲۰۲۰م کال د فېبرورۍ پر ۲۶ مه په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړی ناورغ مخې ته راغلی وو او د مارچ پر ۱۸مه ترې لومړی کس د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG