د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د عاشورې مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د نورو سیمو په شان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د محرم د مراسمو لپاره پولیسو او امنیتي ادارو ځانګړي اقدامات کړي دي.

د کوهاټ د پولیسو ویاند فضل نعیم د اګست پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل، په هنګو، کوهاټ او اورکزو کې ځانګړې امنیتې پوستې جوړې کړل شوې دي.

په کوهاټ کې د شیعه او سني مسلک د مشرانو ترمنځ جرګې هم راغوښتل شوي چې پکې حکومت له عالمانو غوښتي چې د خلکو ترمنځ د امنیت او برداشت خپرولو لپاره کار وکړي.

هلته د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د عاشورې پر مهال به د حفاظت لپاره تر ټولو زیات امنیتي ځواکونه په کوټه کې موجود وي.

بلخوا پرون په کوټه کې د شیعه او سني عالمانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې د عاشورې پر مهال به د امنیت لپاره عالمان خپل کردار ترسره کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، دا ځل د عاشورې مراسم پر داسې مهال لمانځل کېږي چې د کورونا وبا هم په پاکستان کې موجوده ده نو خلکو له پکار دي چې د حکومتي طبي سپارښتنو خیال وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG