د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: نږدې ۹۵ فیصده پر کورونا اخته کسان ښه شوي


پاکستان د کورونا د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګولي.
پاکستان د کورونا د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګولي.

پاکستاني چارواکو د اګست پر ۲۴مه وویل، په دغه هیواد کې پر کورونا اخته شوي نږدې ۹۵ په سلو کې ناروغان بیرته ښه شوي دي.

د کویډ ـ ۱۹ په اړه معلومات خپرونکې سرکاري ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۳ کسان له ناروغۍ بیرته ښه شوي دي چې په مجموعي توګه د رغېدلو کسانو شمېره نږدې دوه لاکه او ۷۷ زرو ته رسوي.

چارواکي وايي، اوس مهال په پاکستان کې د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ څه د پاسه ۱۰ زره فعاله کیسونه پراته دي.

حکومتي ویبپاڼه لیکي چې د اګست تر ۲۴مې۲۶۱ ۲۹۳ کسان په کورونا اخته شوي او ۶۲۴۴ کسانو د یادې ناروغۍ پر وړاندې ژوند بایللی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG