د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر درېمه هم په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له پلاوي سره لیده کاته کړي وو

پراګ – پاکستانيو چارواکو پخلی کړی دی چې د افغان طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د اګست پر ۲۴مه اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پلاوي‌ مشري د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي او ملا خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور، عبدالطیف منصور او قاري دین محمد هم ملګري دي.

حکومتي سرچینو مشال راډیو ته ویلي، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې شروع شوې دي. تر اوسه دا نه دي په ډاګه شوي چې د دې خبرو اترو خاص ایجنډا څه ده.

تر دې وړاندې طالبان ویلي وو چې پاکستان ته د هغوی د مشرانو سفر د افغانستان د سولې په موضوع دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چوهدري ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا قانوني خبرتیا د ۲۰۲۰م کال د اګست پر ۱۸مه خپره شوې وه.

د ده په وینا، په وار له مخه اعلان شویو بندیونو کې بدلون نه دی شوی بلکې د دې قانوني خبرتیا هدف یوازې د هغو بندیزونو ټینګول دي.

زاهد چوهدري‌ ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو، اړوندو ډلو او افرادو د بندیزونو په اړه کمېټۍ لري.

د ده په وینا ، دا کمېټۍ چې څه بدلون کوي نو د پاکستان په ګډون نور ملکونه هغه بندیزونه عملي کوي.

هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پر دې ډله په لګېدلیو بندیزونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان حکومت د پاکستان د پورته یاد شوي ګام په اړه ویلي چېپاکستان باید پر طالب مشرانو خپل اوسني لګول شوي بندیزونه لا ډېر پخوا وضع کړی وای.

افغان حکومت وايي اوس هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان صادقانه همکارۍ او عمل ته په تمه دی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه ‌پال د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان په صادقانه عمل پورې تړلې ده.

ده وویل، "له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه ډېره روښانه وه او ده. د ترهګرۍ ملاتړي او پټنځایونه د دوی په خاوره کې دي. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو."

دوا خان مینه پال وویل، د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې باید ډېر مخکې داسې ګامونه اخیستل شوې وای.

ده زیاته کړه چې "موږ بیا هم په خپل دریځ ټینګار کوو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په صادقانه او عملي اقداماتو پورې تړاو لري."

پاکستان د افغان او نړیوالو چارواکو دا تور تل رد کړی دی چې ګواکې په افغانستان کې حکومت ضد جنګېدونکي وسله وال په پاکستان کې پټنځایونه لري.

طالبانو هم د پاکستان دې عمل ته غبرګون ښودلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې لیکلي چې"د مذاکراتي ډلې پر ټولو غړیو بندیزونه د افغانستان د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي. "

خو سهېل شاهین مشال راډیو سره خبرو کې دا هم وویل چې "دا بندیزونه مخکیني دي او د ملګو ملتونو له خوا د سیاسي دفتر د مذاکراتي ډلې له غړو او مشرتابه دا بندیزونه څه موده مخکې د لنډ وخت لپاره لېرې شوي. "

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG