د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې خبرو ځنډو هېڅ مشروع دلیل نه لري: خلیلزاد


خلیلزاد وايي، دواړه خواوې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرې پیل کړي. 
خلیلزاد وايي، دواړه خواوې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرې پیل کړي. 

زلمي خلیلزاد پر طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د سولې مذاکراتو پیلولو غږ کړی.

نوموړي ویلي چې اوس د سولې د خبرو ځنډېدو هېڅ مشروع دلیل نشته.

دا څرګندونه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د سولې یوه فعال او د پوهنې وزارت علمي شورا سرپرست عبدالباقي امین د وژنې په تړاو، په بیان کې کړې.

خلیلزاد عبدالباقي امین سولې ته یو ژمن شخص بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي ته به مناسب درناوی دا وي چې طالبان او افغان حکومت دواړه تاوتریخوالی کم او سمدستي د سولې خبرې پیل کړي.

امین د اګست پر ۱۹مه د کابل په کمپنۍ سیمه کې د هغه په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.

پر نوموړي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

افغان حکومت او طالبانو دواړو پر امین حمله غندلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG