د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب او ترکي‌ له پاکستانه خفه دي: مولانا عطا الرحمان


مولانا عطاالرحمان په سوات کې د خبري غونډې پرمهال د تحریک انصاف پر حکومت نیوکې وکړې
مولانا عطاالرحمان په سوات کې د خبري غونډې پرمهال د تحریک انصاف پر حکومت نیوکې وکړې

سوات – د جميعت علمااسلام فضل الرحمان ډلې صوبايي مشر سېنېټر مولانا عطاالرحمان ویلي چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې ده.

نوموړي ویلي چې د سعودي‌ عرب په ګډون له زیاتره هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر ۲۲مه د خیبر پښتوتنخوا په سوات کي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

مولانا عطاالرحمان ویلي، "نن چين ، ايران موږ نه خفه دي ، له هندوستان او افغانستان سره زموږ تعلقات خراب دي، ترکي او سعودي عرب چې به په سخت وخت کې د پاکستان مرسته کوله نن هغه ملکونه هم د پاکستان له کرداره خفه دي، نن دا ملکونه په دنيا کې موږ رسوا کوي."

مولانا عطاالرحمان زیاته کړې چې، "پاکستان له ترکي سره لوظ وکړ چې کانفرنس وکه موږ درځو، پر هغه سعودي عرب خفه شوی، چې کله سعودي رابللو نو ترکي خفه شو، موږ کم اړخته يو ، موږ د کمي اسلامي نړۍ سره خپل تعلقات جوړ کړل يا موږ له خپل کومو ګاونډيانو سره تعلقات سم کړل"

مولانا عطاالرحمان په پاکستان کې دننه د واکمن تحریک انصاف ګوند پر تګلارو هم کلکې نیوکې وکړې.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ملاکنډ یو استازي او د واکمن تحربک انصاف غړي فضل حکيم د مولانا عطاالرحمان تورونه رد کړي دي.

فضل حکیم مشال راډيو ته ویلي چې دا وخت ملک د پرمختګ پر لاره روان دی.

د ده په وینا ، په نورو هيوادونو کې ميشتو پاکستانیو وګړو په تيرو درو مياشتو کې دومره پیسې وطن ته لېږلې دي‌ چې ساری یې نه لیدل کېږي.

ده وویل چې په پاکستان کې ځینې له اقتداره بې برخې سیاسي ګوندونه پرحکومت بې ځایه نیوکې کوي.

مولانا عطا الرحمان وویل چې د سپټمبر پر اوومه به په پېښور کې د خپل ګوند کنوینشن کوي او د حکومت د تګلارو ضد به خپل طاقت څرګندوي.

د پاکستان مرکزي حکومت وار له مخه دا خبره رد کړې ده چې ګواکې له سعودي عرب سره یې اړیکې خرابې شوې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ د مشر قمر جاوید باجوا سعودي عرب ته په سفر وو او پر دې مهال داسې راپورونه خپاره شو چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له هغه سره له لیدو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG