د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د بدخشان دوو ولسوالیو کې نجونې د کانکور ازموینې ته نه دي پریښې


بدخشان کې زده کوونکي د کانکور ازموینه ورکوي - د ۲۰۲۰ز د اګست ۲۱مه
بدخشان کې زده کوونکي د کانکور ازموینه ورکوي - د ۲۰۲۰ز د اګست ۲۱مه

وسله والو طالبانو د افغانستان د بدخشان ولایت د درواز په دوو ولسوالیو کې نجونې کانکور ازموینې ته نه دي پرېښې.

دا خبره د بدخشان د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وکړه.

په افغانستان کې له ۱۲م ټولګي فارغ زده کوونکي هر کال د کانکور په نوم امتحان ورکوي چې په نتیجه کې یې بریالي زده کوونکي د هېواد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې داخلې اخیستای شي.

ابدیار وویل، وسله والو طالبانو په مایمي او شکۍ ولسوالیو کې د هغو ۲۰۰ نجونو مخه ونیوله چې د کانکور ازموینې ته یې نومونه لیکلي ول.

په بدخشان کې د کانکور امتحان د اګست پر ۲۰مه پیل شوی چې د اګست تر ۲۲مې به روان وي.

د بدخشان د پوهنې رییس وویل له کانکوره پاتې شویو نجونو ته به وروسته په متفرقه ازموینه کې د ګډون حق ورکړي.

طالبانو کانکور ته د نجونو نه پرېښودو تور په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG