د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوو چاودنو یو پولیس وژلی درې یې ټپي کړي‌


اففان امنیتي ځواکونو په کابل کې د نومبر پر ۱۳مه د یوې چاودنې وروسته سیمه کلابند کړی.
اففان امنیتي ځواکونو په کابل کې د نومبر پر ۱۳مه د یوې چاودنې وروسته سیمه کلابند کړی.

پراګ - د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په دوو جلا جلا بمي بریدونو کې یو پولیس وژل شوی او درې ژوبل دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۱مه دواړه بریدونه د مقناطیسي بمونو په وسیله شوي چې ګاډو پورې نښلول شوي ول.

فرامرز زیاتوي، لومړنۍ چاودنه د اومې امنیتي حوزې اړوند چلستون سیمه کې شوې چې یو پولیس یې وژلی او بل یې ټپی کړی دی.

د نوموړي په وینا، په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه یو ولسي وګړی ژوبل کړی هم دی.

بل لورته امنیه قومنداني وایي چې د تایمنیو په سیمه کې پولیسو پر ګاډې چاودنه شوې چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

په پلازمېنه کابل کې دې وروستیو شپو ورځو کې د ناامنیو پېښې، له هغې ډلې د ماینونو چاودنې ډېرې شوي دي.

د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د اګست پر ۲۰مه پر طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د سولې مذاکراتو پیلولو غږ کړی.

نوموړي ویلي چې اوس د سولې د خبرو ځنډېدو هېڅ مشروع دلیل نه شته.

دا څرګندونه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د سولې یوه فعال او د پوهنې وزارت علمي شورا سرپرست عبدالباقي امین د وژنې په تړاو، په بیان کې کړې.

خلیلزاد عبدالباقي امین سولې ته یو ژمن شخص بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي ته به مناسب درناوی دا وي چې طالبان او افغان حکومت دواړه تاوتریخوالی کم او سمدستي د سولې خبرې پیل کړي.

امین د اګست پر ۱۹مه د کابل په کمپنۍ سیمه کې د هغه په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.

پر نوموړي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

افغان حکومت او طالبانو دواړو پر امین حمله غندلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG