د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل


ناټو وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ترهګریزو بریدونو کې یې ګڼ خلک له لاسه ورکړي.
ناټو وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ترهګریزو بریدونو کې یې ګڼ خلک له لاسه ورکړي.

پراګ - د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي د ترهګرۍ قربانیانو د یادښت په مناسبت په یوه پیغام کې د سولې او بشري حقونو پر فعالانو وروستي بریدونه غندلي دي.

ستیفانو پونتېکوروو د اګست پر ۲۰مه په خپل ټوېټر دا فعالان هغه خلک بللي چې د باعزته سولې په لټه کې دي.

د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۲مه هم د کابل په پلازمېنه کې په دوو جلا جلا بریدونو کې يو پولیس وژل شوی او درې نور په کې ټپیان شوي دي.

د اګست پر ۲۱مه په توله نړۍ کې د ترهګرۍ قربانیانو درناوي او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو د ترهګرۍ قربانیانو او ځپلو د یاد په اړه دا ورځ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ز کال کې لمانځلې وه.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ترهګریزو بریدونو کې یې ګڼ خلک له لاسه ورکړي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د راپور په اساس د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې نېږدې ۳،۵۰۰ افغان ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG