د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: اوس د سولې او هېواد د پرمختګ وخت دی


 فعالان وايي، د دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی.
فعالان وايي، د دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی.

د خوست یو شمېر قومي مخورو، روڼ اندو او ښځینه مدني فعالانو پدې ولایت کې د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې وویل، د دوی پلرونو خپل هېواد ته خپلواکي وګټله، خو د اوسني او راتلونکو نسلونو ذمه وارې جوړېږي چې د هېواد د امن او ابادۍ لپاره کار وکړي.

دوی زیاتوي، د هېواد له ازادۍ ۱۰۱ کاله تېر شول، خو لا هم خلک له سوليیز ژوند او نسبي اقتصاده بې برخې دي.

خواستیان وايي، اوس د سولې او هېواد د پرمختګ وخت دی
خواستیان وايي، اوس د سولې او هېواد د پرمختګ وخت دی

قومي مشر رحیم ګل مشال راډيو ته وویل، د افغانانو پلرونو او نیکونو د خپل هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې، خو وروسته لکه څرنګه چې په کار وه، ددې وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار نه دی شوی.

دی زیاتوي، ۱۰۱ کاله وروسته هم د دې وطن خلک د وچې مړۍ په ارمان دي، ډېره برخه يې بې تعلیمه ده، ملک يې وروسته پاتې دی، خو تر دې وروسته باید ددې هېواد نوي نسل ته کار وشي چې هغوي له شته بدمرغیو وساتل شي.

قاضي احمد ببرکزي د غازي ببرک خان ځدراڼ چې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د جنوبي محاذ له پیاوړو مشرانو وو لمسی دی.

خوست کې امنیتي ځواکونو د افغانستان ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځلو پر مهال
خوست کې امنیتي ځواکونو د افغانستان ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځلو پر مهال

ده وویل، د پکتیا د محاذ د بریالیتوب راز په دې کې وو، چې د دې سیمې ولسونو خپلواکۍ ته کلکه ملا وتړله، قرباني ورکړه او بالاخره دې هېواد خپله بشپړه خپلواکي لاسته راوړه.

ده وویل، ټولو نسلونو ته بایده دي، چې د خپلواکۍ په ګډون ټولې ویاړنې په شانداره توګه ولمانځي.

په خوست کې د افغانستان ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د نارینه ترڅنګ لسګونو ښځو او نجونو هم برخه اخیستې وه.

دوو ښځینه مدني فعالانو محبوبه سعادت او سیما بریمن وویل، اوس ښځې هم د خپل هېواد د خپلواکۍ په ارزښت ډېرې پوی شوې او لکه څرنګه چې يې مخکې د خپلواکۍ په ګټلو کې مهم رول لوبولی او اوس يې هم هڅه داده چې د زده کړو او تعلیم له لارې دا ملي ارزښت وساتي.

خوستیان: دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی، چې نوي نسل ته هېواد سره د مینې روحیه ورکوي.
خوستیان: دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی، چې نوي نسل ته هېواد سره د مینې روحیه ورکوي.

دواړو د غازي امان الله خان نوم هم یاد کړ، چې د وطن د ابادۍ په خوا کې يې د ښځو تعلیم او پرمختګ ته ډېر پام وو.

مدني فعالانو نعمت الله کریمي او محمد نبي وايي، د دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی، چې نوي نسل ته هېواد سره د مینې روحیه ورکوي.

د دوی په وینا، کله چې د جشن ګډونوال په ځانګړي ډول ځوانان او تنکي زلمیان ملي او حماسي ترانې اوري، د دوی په ذهنونو کې ملي روحیه پیاوړي کیږي.

په غونډه کې خوست والي محمدصدیق پتمن د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي شالید ته په کتو وویل، تاریخ نه بدلیږي، د لويې پکتیا خلک وو، چې د خپلواکۍ په جګړه کې يې برتانوي هند متارکې ته اړ کړ.

د خوست والي په وینا، ازادي په توره ګټل کېږي، خو په پوهه او تدبیر ساتل کېږي، نو اوس د دې وخت دی، چې د زده کړو له لارې افغانان ګټلي ازادي سمباله کړي، اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د ۱۹۱۹ز کال اګست پر ۱۸مه د افغان باچا غازي امان الله خان په واکمني کې افغان او برتانوي ځواکونو ترمنځ جګړې شوې وه چې په نتیجه کې یې افغانستان په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه. تر دې له مخه د دې هېواد بهرنۍ تګلاره د برتانیا په کنټرول کې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG