په افغانستان کې د اګست پر ۱۶مه ماسپښین درې بجې د کابل –لوګر د لويې لارې په اوږدو کې ټرافیکي پيښه شوې چې درې کسان پکې وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۱۰ نور ژوبل دي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل چې یاده پيښه د لوګر اړوند د محمد اغې ولسوالۍ د تنګي واغجان په سیمه کې د سراچه او میرسډیز ګاډو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
شاپور احمدزي د یادې ټرافیکي پيښې لامل د موټرو د ډریورانو بې احتیاطي وښوده.
نوموړي وویل چې د پيښې پوره معلومات به تر څېړنو وروسته رسنیو سره شریک کړي.