د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس د ځینو طالب بندیانو د خوشي کېدو مخالفت کړی دی


د ۴۰۰ جنجالي طالبانو له ډلې د خوشې شویو ځینو تصویر
د ۴۰۰ جنجالي طالبانو له ډلې د خوشې شویو ځینو تصویر

پاریس - فرانس له افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه ۳ طالب بندیان ازاد نه کړي چې د فرانسوي وګړو په وژنې مجرم پېژندل شوي دي.

د افغان حکومت له‌ خوا د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د ازادۍ پرېکړې په لومړي ځل د یوه اروپايي هېواد منفي غبرګون راپارولی دی چې ویل کېږي درانه جرمونه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې "په خوشې کېدونکو بندیانو کې د هغو څو ترهګرو د خوشې کولو په اړه ځانګړې اندېښنه لري چې په افغانستان کې يې فرانسوي وګړي وژلي دي او دوی یې له خوشې کولو سره په کلکه مخالفت لري."

فرانس داسې مهال د دې بندیانو د خوشي کېدو مخالفت کړی چې مشال راډیو د دې ۴۰۰ طالب بندیانو بشپړ نوملړ تر لاسه کړی چې په کې ۴۴ کسان د افغانستان او امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي.

دا نوملړ یوې معتبرې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته سپارلی دی.

د دې نوملړ پر بنسټ، دا ۴۰۰ زندانیان په پنځو ګټګوریو اعدام، قتل، انسان تښتونې، د نشه‌يې توکو قاچاق او تور نوم‌لړ کې ځای شوي دي.

اړوند مطلب:

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ

په دې نوملړ کې د یادو کسانو بشپړ هویت، جرم او د سزا موده یاد شوې ده.

د نوملړ پر بنسټ، د دې کسانو له ډلې ۵۱ تنه د نشه‌يي توکو په قاچاق، ۱۵۶ تنه په اعدام، ۱۰۵ تنه په قتل، ۳۴ تنه په انسان تښتونې مجرم پېژندل شوي او ۴۴ تنه یې بیا د ملي امنیت او امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي.

افغانستان د ملي امنیت شورا د دې نوملړ په اړه خبرو ته نه حاضرېږي، خو له دې وړاندې ولسمشر غني او له طالبانو سره د مرکچي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي دا ۴۰۰ کسان خورا خطرناک مجرمین بللي دي.

موږ دا نوملړ له طالبانو سره هم شریک کړ، خو په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مشال راډیو ته په ځواب کې وویل، "دا لېسټ بشپړ نه ښکاري"، مګر له دې وړاندې طالبانو مشال راډیو ته منلې وه چې د دوی له‌ خوا د طالب بندیانو په ۵ زره‌ ییز نوملړ کې یو شمېر هغه کسان شته چې د دې ډلې غړي نه‌ دي.

خو دا کسان ولې طالبانو ته مهم دي؟

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت ‌الله نبیل مشال راډیو ته وویل، "د طالبانو يوه د عمده عايداتي لار د نشه يي توکو قاچاق دی، دا كسان هغه دي چې هم يې پخوا د جنګ په غځولو كى مهم رول لاره، طالبان د لويو قاچاقبرانو، لكه د حاجي بشر او يا جمعه خان او يا نورو قاچاقبرانو د خوشې كولو په بدل كې ډېرې پیسې په لاس راوړي او يا هغوى ورسره شريك دي، بعضى اطلاعات شته دى."

طالبانو د ۴۰۰ بندیانو ازادي د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط بللی، خو تازه یوناما او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیلزاد هر څه ژر د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کړې.

یوناما دا هم ویلي چې روانه اوونۍ کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره دې فضا برابره شي.

د یوناما له دې ټویټ ښکاري چې ښايي روانه اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو لا هم د افغان حکومت مرکچي پلاوی کابل کې دی او طالبانو هم د خپلو ټولو زندانیانو تر ازادۍ مخکې د خبرو له پیل انکار کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG