د لاسرسي ځای

تازه خبر

استازو مو په قطر کې له طالبانو سره لیدلي: یوناما


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لوګو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لوګو

پراګ - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وايي، د دوی چارواکو په قطر کې د طالبانو سیاسي کمیسیون له غړيو سره ليدلي دي.

یوناما ویلي، چې چارواکو یې روانه اوونۍ د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ ښوولی دی.

یوناما د اګست ۱۵مې ماښام پر ټویټر پاڼه ليکلي، خبرو اترو ته د زمینې برابرېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا ده.

د افغانستان حکومت ویلي، چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لومړی پړاو به په قطر کې وشي، چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

د بين الافغاني خبرو اترو په مخ کې یو خنډ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کېدو کې اختلافات بلل شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ښکېلې خواوې باید د سولې هڅې ګړندۍ او هرڅومره ژر چې امکان وي بین الافغاني خبرې پیل کړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره د اګست پر ۱۵مه پر ټویټر لیکلې ده.

د اګست پر نهمه په کابل کې پای ته رسېدلې مشورتي لویې جرګې د پاته طالب بندیانو د خوشې کولو سلا ورکړې وه.

افغان حکومت تېره پنج شنبه د دغو ۴۰۰ بندیانو د خلاصولو لړۍ د ۸۰ بندیانو په خوشې کولو سره پیل کړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG