د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د چین کنفیوشس انسټيټیوټ د بهرنۍ ادارې په توګه نومولی


پامپیو وايي،په پوهنتونونو کې د بیجنګ نړیواله پروپیګنډه او د نفوذ زیاتولو زیان رسوونکی کیمپېن پر مخ وړي.
پامپیو وايي،په پوهنتونونو کې د بیجنګ نړیواله پروپیګنډه او د نفوذ زیاتولو زیان رسوونکی کیمپېن پر مخ وړي.

امریکا د چینايي حکومت په مالي مرسته چلېدونکی کنفیوشس انسټيټیوټ د بهرنۍ ادارې په توګه نومولی دی.

دا د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ د وار له مخه ترینګلیو اړیکو په ضمن کې تازه اقدام دی چې امریکا د اګست پر ۱۳مه وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکي تر هغې وروسته ترینګلي شوي چې د جولای پر ۲۲مه چین په چینګدو کې د امریکا قونسلګري وتړله.

بلخوا امریکا هم امریکايي حکومت د ټېکسس ایالت په هیوسټن کې د چینايي قونسلګرۍ د تړلو امر کړی وو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د سوداګرۍ، فکري شتمنیو حقونو، پېنځه جي ټېکنالوژۍ او بشري حقونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو له وجې وار له مخه ترینګلي ول چې روان کال د کورونا وایرس وبا له وجې یې تعلقات نور خراب شول.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د اګست پر ۱۳مه وویل، په امریکا کې د کنفیوشس انسټیټوټ مرکز یوه داسې اداره ده چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بیجنګ نړیواله پروپیګنډه او د نفوذ زیاتولو زیان رسوونکی کیمپېن پر مخ وړي.

پامپېو وویل، چین یې په هېواد کې له امریکایي ازادیو څخه په ګټې اخیستو د پروپیګنډې او نفوذ زیاتولو پراخې او پوره تمویل شوې هڅې کوي.

کنفیوشس انسټيټيوټونه د چین د پوهنتونونو او د نورو هېوادونو پوهنتونونو او ښوونځیو ترمنځ اړېکي جوړوي چې چینایۍ ژبې او کلتور ته وده ورکړي.

چین په امریکا کې ۷۵ کنفیوشس انسټيټيوټونه لري چې پکې ۶۵ په امریکايي پوهنتونونو کې دي.

همداراز، په امریکا کې له وړکتونونو واخله تر ۱۲م ټولګي پورې شاوخوا ۵۰۰ ټولګي له کنفیوشس انسټيټيوټ سره تړلي دي.

د ختیځې اسیا لپاره د امریکا لوړپوړی ډېپلوماټ ډېوېډ سټېلوېل وايي، امریکايي اقدام په واشنګټن کې د کنفیوشس انسټيټيوټ عمومي مرکز پورې اړه لري چې په خبره یې همدا سازمان په هېواد کې نور کنفیوشس انسټیټوټونه تنظمیوي، ملاتړ یې کوي او ورته پیسې ورکوي.

سېتېلوېل زیاته کړه چې دا مرکز نه تړل کېږي بلکې یوازې یې د بهرني ماموریت په توګه نوموي.

د دې معنا دا شوه چې کنفیوشس انسټيټیوټ به د خپلو کارکوونکو، د جایدادونو، نصاب او روزنیزو موادو په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG